په سينيټ کې د مخالفو ګوندونو مشر د بهارا کهو د تاڼيدار خلاف د استحقاق تحریک جمع کړ

د پاکستان په سينيټ (سنا) کې د حکومت مخالفو ګوندونو (اپوزيشن) مشر علامه راجا ناصر عباس د سه شنبې په ورځ (۳۰م جون) په اسلام آباد کې د بهارا کهو سيمې تاڼيدار په وړاندې د هغه د "بې ادبه او غیر اخلاقي" چلند له امله د استحقاق تحريک (د امتیاز غوښتنه) وړاندې کړو ۔ 
دا تحريک له هغه وروسته راغی چې د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد پولیسو د ناصرعباس په ګډون د اپوزيشن د مشرانو یو پلاوی آزاد جمو او کشمیر ته د سفر کولو څخه منع کړ ۔ 
د پلاوی مشري په قامي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي کوله ۔ پخوانی وزير اعظم (لومړی وزير) شاهد خاقان عباسي او پخوانی سينيټر (سناتور) مصطفی نواز کھوکھر هم په پلاوی کې شامل وو ۔ دوی غوښتل چې د ازاد کشمير په راولاکوټ سيمه د ځايي خلکو په یوه پرلت کې ګډون وکړي او هلته د احتجاج کونکو سره پیوستون څرګند کړي ۔ 
مصطفی کھوکھر تور لګولی و چې راجا ناصر عباس په بهارا کهو کې خپل کور ته له تللو څخه منع شوی و ، پوليسو د هغه موټر د تګ مخه نولې وه او هغه پياده خپل ځای ته لاړ و ۔ 
د استحقاق په درخواست کې ناصر عباس ويلي دي چې د بهارا کهو تاڼې مشر سب انسپکټر نعیم الحسن او نورو پوليسو هغه په ​​یوه پوسته ودرولو او کور ته د سفر کولو څخه يې منع کړ ۔
هغه وویل :
"د پولیسو ګڼ شمیر پرسونل زما موټر ته نږدې شول او په بې ادبه او ګستاخانه ډول یې راته وويل چې زه نور پرمخ نه شم تللی"
هغه وویل چې هغه خپل ځان وروپيژندلو خو پوليسو بيا هم پرينښود ۔ هغه وويل چې کور يې له پوستې نږدې دوه کیلومتره لرې موقعیت درلود ۔
ناصر عباس زياته کړه:
"سره له دې، ايس ايچ او نه زما وضاحت ته پام وکړ او نه يې د پارلمان د غړي له امله درناوی څرګند کړ ۔ پرځای یې، هغه په ​​سپکاوي او بې احترامۍ سره چلند ته دوام ورکړ ۔ د نعیم الحسن او ورسره مل پولیسو پرسونل چلند زما د دندو په ترسره کولو کې خنډ او د سينيټ د غړي په وړاندې د بې احترامۍ یو لوی عمل دی ۔ دا ډول چلند د پارليمان او د سينيټ د غړي د امتیازاتو سرغړونه ده"
هغه غوښتنه کړې چې دا موضوع د استحقاق کميټۍ (د امتیازاتو کمیټه) ته راجع شي او د پولیسو چارواکي پر وړاندې قانوني او انضباطي اقدام وشي ۔ 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.