دا خبر اپډېټ شو (۷:۴۴بجې ماښام)
په زیارت کې د وسلوالو په برید کې د ۲ تاڼو مشرانو په ګډون ۹ پولیس سرتېري وژل شوي او ګڼ لا هم کسان لادرکه دي.
د بلوچستان په پښتون مېشته زیارت کڅ سیمه کې د وسلوالو په برید کې لږ تر لږه ۹ پولیس سرتېري او د ۲ تاڼو مشران وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د۲ پولیسو تاڼو مشران (اېس اېچ اوګان ) هم شامل دي، او د ګڼو پولیسو او ځايي خلکو د لادرکه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
بلخوا حکومت ادعا کړې چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۱۵ وسلوال وژلي دي.
چارواکي وایي، د جولای پر ۶ مه لسګونو وسلوالو د کوټې شمال ختیځ ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې د زیارت ضلعې د کڅ سیمې پولیسو حوزې په مانګي ډیم پروژه کې، چې درېیم پړاو یې روان و، د امنیت لپاره پر ګومارل شویو پولیسو برید کړی. د پولیسو په وینا، ځواکونو هم ورسره ځوابي نښته کړې.

د بلوچستان د اعلا وزیر د رسنیو سلاکار شاهـد رند د جولای پر۷ مه په خپل بیان کې ویلي چې د زیارت د کڅ سیمه کې د پېښي پر ضد عملیاتو کې یې ۱۵ وسلوال وژلي، هغه وسلوالو ته د (فتنه الهندوستان) نوم کارولی، چې د بلوچستان له امن سره د لوبو درنه بیه پرې کړې او دولت ورته په بشپړ ځواک ځواب ورکوي.
هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو د بلوچستان پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو د وسلوالو موخې شنډې کړې دي.
شاهـد رند دا هم ویلي چې په زیارت کې د وژل شویو پولیسو افسرانو او سرتېرو قربانۍ به بېځایه نه ځي او د هغوی د وینې حساب به اخیستل کېږي.
د زیارت کڅ سیمې په اړه د بلوچستان د کونیو چارو سلاکار بابر یوسفزي د جولای پر ۷ مه نېټه په خپل بیان کې ویلي چې د فتنه الخوارج( وسلوال) پر ضد په جګړه کې د مېړانې پر مهال د پولیسو ۹ افسرانو او سرتېرو د ژوند قرباني ورکړې، هغه ویلي چې د دولت ضد عناصرو پر ضد به عملیات تر هغه دوام ولري، څو په بلوچستان کې ترهګري په بشپړ ډول له منځه ولاړه نه شي.
ددې پېښي په اړه د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي ویلي چې په بلوچستان کې د سولې ټینګښت زموږ لومړیتوب دی، او د وسلوالو پر ضد جګړه به تر خپل منطقي پای پورې دوام ولري ، هغه ویلي چې په عملیاتو کې د وسلوالو وژل کېدل د پولیسو او امنیتي ځواکونو د زړورتیا، مسلکي وړتیا او اغېزمنې تګلارې څرګند ثبوت دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
خو د بلوچستان د حکومت ویاند شاهـد رند بریدګر د (فتنه الخوارج) په نوم یاد کړي، هغه اصطلاح چې حکومت یې عموماً د ټي ټي پي او ورته مذهبي سختدریځو ډلو لپاره کاروي.
د زیارت مانګي ډیم هغه سیمه ده چې له هغه ځایه تر کوټې ښار پورې د څښلو د اوبو بیولو پروژې باندې کار روان دی چې دغه پولیس سرتېرې هم هلته د امنیت ټینګولو لپاره پر دندو ګمارل شوي و.
د یادونې وړ ده چې د زیارت له غرنيو سیمو سره نږدې سیمو کې پخوا هم د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو فعالیتونه شوي او په ځینو سیمو کې د پاکستان حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د موجودیت راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د زیارت کڅ سیمې د غرونو لړۍ د هنه وړک او سرې غوړګۍ سره هم نښلي چې هلته هم د جولای پر ۵ مه وسلوالو د هنه وړک پر ببری کلي برید کړی و چې ۴ ځایي کسان په کې وژل شوي و او د حکومت په خبره چې ۷ کسان تښتول شوي و او د وسلوالو پر ضد یې عملیات کړي.
د هنه وړک سیمي له پېښي ورسته پرلتوالو د کوټې عسکري پارک سره نژدې پرلت وهلی او له حکومته ورته د امن ورکړلو غوښتنه کوي.
بل لور ته د زیارت د کڅ سیمه کې د وسلوالو د برید پر ضد د زیارت کراس باندې د ځایي خلګو لخوا له کوټې څخه تر خیبر پښتونخوا او پنجاب پورې تلونکې لویه لاره د هر ډول ټریفیک د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
حکومت وایي چې د بریدګرو او وسلوالو پر ضد یې عملیات روان دي او د وسلوالو پنټنځایونه به له بېخه وباسي.
د زیارت ډپټي کمشنر عبدالقدوس اڅکزي رسنیو ته ویلي چې د وسله والو او پولیسو تر منځ بیګاه ټوله شپته نښتو دوام درلود، چې پولیسو یې مقابله کړې.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، وزیراعظم/لومړي وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په زیارت کې پر پولیسو د برید کلکه غندنه کړې. دویې په خپلو بیانونو کې ویلي چې د ترهه ګرو بزدلانه بریدونه امنیت نه شي زیانمنولې..
په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهسې ناقراري ده او وخت پر وخت داسې پېښي رامنځه کیږي او خلک په نښه کیږي خو حکومت وایي چې د وسلوالو پر ضد عملیات کوي او ولس ته امن ورکولو ته ډاډ من دي.