په رزمک کې وسله والو ۵ سرتيري وژلي دي

د رزمک سب ډويژن په دوسلي تحصيل کې د ويدون سيمه کې په امنيتي ځواکونو د نامعلومو وسله‌والو په بريد کې ۵ سرتيري وژل شوي دي ۔  

امنيتي سرچينو وايي چې د امنيتي ځواکونو په ګزمې د دوشنبې په ورځ (۲۱م جون) نامعلومو وسله والو بريد وکړ چې ۵ امنيتي سرتېري پکې  ووژل شول ۔ د وژل شويو سرتېرو مړي په هيلي کاپټر (چورلکه) کې د بنو نطامي روغتون (سي اېم اېچ) ته وليږدول شول ۔

امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي ۔ په شمالي وزيرستان کې له تېرو دوو ورځو راهيسې کرفيو لګيدلې ده ۔

بل لور ته، امنيتي سرچينې وايي چې د دوسلي په سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملياتو کې اته وسله‌وال، چې حکومتي سرچينې يې “خوارج” بولي، وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي ۔ د سرچينو په وينا، له وژل شويو وسله‌والو څخه وسلې او بارود هم ترلاسه شوي، او په سيمه کې د پلټنې او هدفي عمليات لا هم دوام لري ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.