د خیبر پښتونخوا په څېر روایتي ټولنه کې د ښځو لپاره لوبې کول اوس هم يوه لانجمنه موضوع ده ۔ که څه هم حکومتي پالیسۍ او د سکواش په څېر لوبو کې د نجونو بریا هیلې زیاتوي، خو ټولنیز فکر، د اسانتیاوو کمښت او د تګ راتګ ستونزې لا هم په دې لار کې لوی خنډونه دي ۔
د مدني ټولني فعالان وايي چې په دې صوبه کې لوبې کول لا هم د “نارینه وو کار” ګڼل کېږي ۔ که یوه نجلۍ په لوبو کي برخه واخلي ، نو زياتره خلک یې بد ګڼي ۔ نجونې د لوبو ځایونو ته د تګ لپاره خوندي ټرانسپورټ نه لري ۔ کورنۍ د امنیت له وېرې اجازت نه ورکوي ۔ بله دا چي ډېری جیمونه او کلبونه نارینه روزونکي لري چې دې ځايونو ته د نجونو ورتګ ښه نه ګڼل کيږي ، له نجونو تمه کېږي چې د لوبو پر ځای د کور کارونو او واده ته لومړیتوب ورکړي ۔
خو د دی ټولو خنډونو باوجود، د خیبر پښتونخوا نجونې په سکواش کې ځلېږي ۔ د ۲۰۲۶ د آل پاکستان نیشنل جونیر سکواش چمپين شپ کې چې پېښور کې وشو، د خيبر پښتونخوا ښځينه او نارینه لوبغاړو لومړۍ جايزې وګټلې ۔ د ټول ملک څخه ۳۲ غوره لوبغاړې په لوبو کې د ګدون د پاره پېښور ته راغلې وې ۔ دومره ډيرو او تکړه لوبغاړو ته ماتې ورکول دا په ډاګه کوي چې که اسانتیاوې ورکړل شي،نو پښتنې نجونې کولی شي چې په ملي او نړیواله کچه بریاوې ترلاسه کړي ۔
د خیبر پښتونخوا سکواش ایسوسی ایشن مشر قمر زمان مشال ډيجيټل ته د لوبو په ميدان کي د جينکو د کمې شميرې په اړه وويل:
” زموږ نجونو کې ټيلنټ شته ، خو ستونزه دا ده چې د دوی لپاره جلا اکاډمۍ، ښځینه استاذانې او د تګ راتګ سهولت نشته “
هغه د۲۰۲۶ لپاره ۲۲ ټورنمنټونه اعلان کړي چې پکې د نجونو د انډر-۱۵ او انډر-۱۹ کټيګرۍ هم شاملې دي ۔
قمر زمان وويل:
“آل پاکستان جونیر چمپين شپ کې مو د نجونو لپاره ۷ لکه روپۍ انعام ایښی دی ۔ هدف مو دا دی چې نجونې لوبو کولو ته وهڅوو۔ خو یوازې ټورنمنټ کافي نه دي ۔ حکومت دې په هره ضلع کې د نجونو لپاره جلا جیم او ګراونډ جوړ کړي “
د خيبر پښتونخواه حکومت د لوبو سلاکار تاج محمد ترند وخت پر وخت د ميډيا سره د خبرو په وخت بيا بيا وايي چې صوبايي حکومت ځوانانو ته د خپل ټيلنټ ښودلو موقعې ورکوي او جونیر چمپين شپ د همدې لړۍ یوه برخه ده ۔ د هغه په وينا دوی هڅه کوي چې په ټولو ضلعو کې یو شان د لوبو اسانتیاوې برابرې کړي، اوپه دغه لړ کي يي د خیبر پښتونخوا حکومت د “ښځو د پیاوړتیا پالیسي ۲۰۲۶-۲۰۳۰” منظوره کړې ده ، چي تر مخه يي د ځورونې پرضد قوانین او د کار په ځایونو کې د ځورونې د مخنیوي قوانین شامل دي ۔ د دې پالیسۍ یوه مهمه برخه په تعلیم، صحت او سپورټس کې د ښځو برخه زیاتول هم دي ۔
خو مدني فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا نجونې د لوبو په ميدان کي سیالۍ ګټلې شي، خو د ټولنې په ميدان کې لا هم د خنډونو سره مخ دي ۔ دوی وايي چې د قمر زمان په څېر د لوبو نړيوال اتل ، د سحرش علي په څېر لوبغاړې، او د ۲۰۲۶-۲۰۳۰ نوې پالیسي هیلې د دوی راژوندۍ کوي ، خو تر څو چې په هره ضلع کې د نجونو لپاره خوندي جیم، د تګ راتګ لپاره ځانګړي ټرانسپورټ او ښځه کوچ نه وي، دا هیلې به یوازې په کاغذ پاتې شي ۔
دوی وايي چې لوبې د نجونو حق دی، يوازې تفریح نه ده ۔