مشهور پاکستانی الاصله سعودي اقتصاد پوه او د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ بنسټ ایښودونکی ډاکټر محمد عمر چاپرا د ۹۳ کلونو په عمر په سعودي عرب کې وفات شو.
ډاکټر محمد عمر چاپرا د اوږدې مودې لپاره د سعودي عرب د پیسو ادارې (ساما) او اسلامي پراختیایي بانک (آيي ډي بي) سره د لوړ پوړي اقتصادي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه ۔
د هغه د خدماتو په اعتراف کې، هغه ته په ۱۹۹۰ کال کې د شاه فیصل نړیواله جایزه هم ورکړل شوې وه ۔
ډاکټر محمد عمر چاپرا د اسلامي اقتصاد او اسلامي تاریخ یو مشهور مفکر و ۔ په انګليسي ژبه د هغه مشهور کتابونه “مسلمان تمدن – زوال او اصلاحات” ، “د پرمختګ اسلامي مفهوم: د شریعت په رڼا کې اهداف” ، ” د پيسو د عادلانه نظام په لور” ، “اسلام او اقتصادي ننګونه” او “د اقتصاد راتلونکی: یو اسلامي لیدلوری” دي ۔