د برتانیا وزير اعظم (لومړي وزير) په ملک کې د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره په ټولنیزو رسنیو بندیز اعلان کړې دی ۔
د برتانیا وزيراعظم کیر سټارمر د اعلان کولو په مهال وويل چې حکومت به د ۱۶ کلونو څخه کم عمر ټولو ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی بند کړي ۔ هغه زياته کړه چې د ۱۶ کلونو څخه کم عمر ماشومانو لپاره په ټولنیزو رسنیو بشپړ بندیز سمه پریکړه ده ۔
د برتانيې حکومت تیره میاشت په دې لړ کې سلا مشوره پيل کړې وه ۔ د دې سلا مقصد (موخه) دا وه چې د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لخوا د ټولنیزو رسنیو او ټولنیزو رسنیو پورې اړوند وسایلو کارول محدود کړي او د ماشومانو پام د موبايل (ګرځنده) تلیفون او لیپ ټاپ سکرینونو څخه لرې او بیرته تعلیم او روغتیا ته واړوي ۔