د کوهاټ پولیسو ادعا کړې چې د قتل په قضیه کې تورن تن يې ۲۸ کاله پس د اسلام آباد د باره کهو په سيمه کې نیولی دی ۔
د کوهاټ ضلعې د پولیسو ویاند نعمان زیب مشال ډېجیټل ته استولي یو پیغام کې ویلي دي چې نیول شوی اشتهاري مجرم میر حسن جان د حسین جان زوی او د خادیزۍ سیمې اوسېدونکی دی ۔ په هغه تور دی چې ۲۸ کاله وړاندې يې د کوهاټ په زرګرانو بازار کې د زمکې د شخړې پر سر په د خاديزۍ اوسيدونکی محمد صادق نومې کس وژلی و ۔
د يادې پيښې رپورټ (قضيه يا ايف آيي آر) د کوهاټ په سټي تاڼه کې د ۱۹۹۸ کال د دسمبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان د تعزیراتو (جريمي) قانون د ۳۰۲/۳۴ مادو لاندې ثبت شوی و ۔
پوليس وايي چې د پيښې نه پس تورن له سیمې تښتېدلی او د اسلام اباد په باره کهو سیمه کې يې پټ ژوند کاوه ۔
د پولیسو په وینا، د سټي تاڼې ټیم د زمکنیو استخباراتي معلوماتو، تخنیکي شواهدو او پټو سرچینو په مرسته د تورن پته ولګوله او هغه یې د اسلام اباد په باره کهو سیمه کي ونيولو ۔
نیول شوی کس د نورو پلټنو لپاره سټي تاڼې ته لېږدول شوی او د قضیې اړوند قانوني چارې روانې دي ۔