په خيبر پښتونخوا کې د سيلابونو راتلو خبرداری ورکړل شوی دی

په خيبر پښتونخوا کښې د قدرتي آفتونو دنظم ادارې يا پراونشل ډيزاسټر مينيجمنټ اتارټ (پي ډي اېم اې) د واورې  ګټانو ويلې کيدو، دهغه ډنډونو چې پکې اوبه واوره شوې دي دسختې ګرمۍ له کبله دشليدو او دسيلابونو راتلو خبردارې ورکړی دې ۔

پي ډې اېم اې په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د راتلونکې اوونۍ لپاره د سختې ګرمۍ اودپشکال د زياتو بارانونو وړاندوینې له امله د خيبرپښتونخوا په بره او غريزو سيمو کې د دواورې ګټانو په چټکۍ سره د دویلې کیدو ويره ده ۔  او د دې له امله دجهيلونو يا ډنډونو دچاوديدو، سيلابونو او زمکې ښويدو خطر زيات شوی دی ۔

په دې بابله حساسو سيمو کښې اړونده ضلعې اتنظامېو ته لارښونې شوې دي چې په لوړه کچه چمتو والې ولري او دوام داره څارنه ترسره کړي ۔

دغه سيمو کې بره او ښکته چترال، سوات، بحرین، بره دیر، کوهستان او مانسهره شاملې دي ۔ د دې سيمو ضلعي چارواکو ته لارښوونه شوې چې احتیاطي ګامونه پورته کړي او د خلکو او ودانيو د ساتنه په پام کې ونيسي ۔

پي دي ايم اې په سيلګرو هم غږ کړی چې د غيرضروري سفر نه ډډه وکړي او که ځي هم نو محفوظو سيمو ته دې لاړ شي او يا وړاندې نه دې د موسم معلومات د دوی نه يا اړونده ادارو نه تر لاسه کړي ۔

د هوا پېژندنې ادارې يا محکمه موسميات پاکستان د وړاندوینې تر مخه ، د روان مون سون موسم په جریان کې په خیبر پښتونخوا کې د معمول څخه د زیاتو بارانونو، سیلابونو، په سیندونو کې د اوبو زياتيدو  د ګلیشیر جهيلونو شليدو ، د ښاري سيلابونو، د زمکې ښويدو او د وريځو چاودلو سره سره د سختې ګرمۍ امکان دی ۔

دياودنې ده چې هر کال پشکال بارانونو او دسختئ ګرمۍ له امله دپاکستان زياتره ميداني او غره ويزو سيمو زياتو بارانونو لوجې سيلابونه راځي چې خلکو ته مالي او ځاني ځيانونه رسوي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.