په خيبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګ ژوبله او زيان رسولی دی

په خيبر پښتونخوا کې د تيرې شپې (۳۰م جون) راهيسې کيدونکو بارانونو ، تندرونو او سيلابونو له وجې تلفات  رامينځ ته شوي او ملکيتونو ته زيان رسيدلی دی ۔ 
د پراونشل ډيزاسټرمينيجمنټ اتارټي (د طبیعي پیښو د مدیریت ولایتي ادارې يا پي ډي ايم اې) وياند انور شهزاد رسنيو سره د تیرې شپې راهیسې د سختو بارانونو، بریښنا او سیلابونو له امله د رامينځته شویو تلفاتو او ملکیتونو د زیانونو په اړه لومړني راپور شريک کړی دی او ويلي يې دي چې  د خیبر ضلعې (ولسوالۍ) د باړې په زخه خیل سیمه کې د تندر د لوېدو له امله دوه ماشومان مړه او درې نور ټپیان شوي دي ۔ 
هغه وويل چې ژوبل شوي ماشومان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي ۔
د پي ډي ايم اې د وياند په وينا، په کوز چترال کې، سخت باران او د ورېځو ښویيدو له امله سیلابونه راغلي دي چې لږترلږه ۲۷ کورونه یې زیانمن کړي دي ۔ سيلابونو دوه جوماتونه، دوه دوکانونه او یو پل هم زیانمن کړي دي او څلور موټرونه او يو څو موټرسایکلونه ته يي هم زيان رسولی دی ۔ 
انور شهزاد وايي چې چارواکي په ټولو سيمو کې خلکو ته د رسيدلو زیانونو ارزونه کوي ۔ 
هغه وويل چې د بر چترال په یرخون او مستوج سیمو کې، سیلابونو یو کور، د څښاک د اوبو رسولو سیسټمونه او د اوبو لګولو کانالونه زیانمن کړي دي
خو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، او زیانمنو کورنیو ته د مرستو توکي ورکړل شوي دي ۔
د پي ډي ايم اې وياند وويل چې د ژغورنې ډلې، په شمول د ريسکيو ۱۱۲۲ او نورو اړوندو څانګو، په اغيزمنو سيمو کې د لټون او مرستې عمليات ترسره کوي ۔ 
په کوز چترال کې دوه سړکونه چې د سیلابونو له امله بند شوي وو، اوس د ترافیکو لپاره بیرته پرانستل شوي دي
هغه زیاته کړه چې د دوی د بیړني عملیاتو مرکز په بشپړ ډول فعال دی او د ضلعي انتظاميه له ادارو سره په دوامداره تماس کې دی چې د وضعیت بدلون وڅاري ۔ 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.