په جنوبي وزیرستان کې ۷ پولیس سرتېري د وسله‌ والو له خوا تښتول شوي

د جون پر ۲۳مه د جنوبي وزیرستان د سراروغه په سیمه کې د پولیسو د تاڼې مشر (ایس ایچ او) احمد شاه په ګډون ۷ پولیس سرتېري د نامعلومو وسله‌ والو له خوا تښتول شوي دي.

پولیسو تایید کړې چې ایس ایچ او احمد شاه او پولیس سرتېري د چاودنې له ځایه د بېرته راستنېدو پر مهال، د سړک پر پوسته (ناکه) د وسله‌ والو له خوا وتښتول شول.

په تښتول شوو کسانو کې ایس ایچ او احمد شاه، موټرچلوونکی (ډرایور) حضرت عمر، سرتېري طارق، کلیم، عبدالله شاه، عبدالرزاق او ابراهیم شامل دي.

د پېښې وروسته پولیسو او امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې پوستې (ناکې) سختې کړې او د تښتول شوو پولیسو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي، خو تر اوسه د هغوی په اړه کوم څرک نه دی ترلاسه شوی. د پېښې وروسته په سیمه کې لوړ امنیتي چمتووالی نیول شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې له څه مودې راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. وسله‌ وال وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، خو حکومت وایي چې د وسله‌ والو له منځه وړلو لپاره يي وخت پر وخت عملیات کړي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.