د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ سهیل افریدي ويلي دي چې په پخوانیو قبایلي سیمو، ملاکنډ ډویژن او د پښتنو په نورو سیمو کې د ترهګرۍ او ناامنۍ له امله عام ولس او په ځانګړي ډول ښځې له سختو ستونزو سره مخ شوې دي ۔
هغه دا څرګندوانې د جولای په ۱۶مه د سوات په کبل سیمه کې د کمپيوټر او انفارميشن ټيکنالوجي پوهنتون پرانستې په مهال جوړې شوې د زدکونکو او ځايي مشرانو يوې دستورې ته د وينا په وخت وکړې ۔
هغه وویل، ډېرې درنې او غیرتي ښځې، چې هېڅکله یې د کور له څادره بهر ژوند نه و لیدلی، د جګړو او عملیاتو له امله بېکوره شوې او د کډوالۍ ژوند ته اړ شوې ۔
سهیل افریدي زیاته کړه چې د پښتنو سیمو شاوخوا ۸۰ زره قربانیان ورکړي، خو د تېرو ۲۲ کلونو په اوږدو کې ترهګري په بشپړه توګه له مينځه نه ده تللې ۔ د هغه په وینا، د دې اصلي لامل دا دی چې د امن لپاره چارې په رښتیني نیت نه ترسره کېږي او پرېکړې په تړلو خونو کې کېږي، چې د ولس په ګټه نه وي ۔
هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځانګړې ادارې (سي ټي ډي) په مرسته د صوبې د امنیت د ټینګښت وړتیا لري ۔
هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا خلکو د مال، ځان او وطن لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي ۔ هغه وويل چې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له امله خلک بېکوره شول او ګڼ شمېر باعزته ښځې خيرات غوښتلو ته مجبورې شوې ۔
سهیل افریدي وویل، دوی نور په اسلاماباد کې د امن په نوم په تړلو خونو کې شوې پرېکړې نه مني ۔ هغه ادعا وکړه چې د مرکزي حکومت د امنیت پالیسۍ پخوا هم ناکامې وې او اوس هم بریالۍ نه دي ۔
نوموړي وویل، هغه پرېکړې به نه مني چې یوازې د پوځ له لوري کېږي، بلکې باید له صوبایي حکومت سره په ګډه ناسته وشي، یوه هر اړخیزه امنیتي تګلاره جوړه شي او وروسته پرېکړې وشي ۔
هغه وویل چې پر سوات، ملاکنډ ډویژن او پخوانیو قبایلي سیمو د مرکزي حکومت له لوري لګول شوي مالیات ناعادلانه دي او غوښتنه یې وکړه چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند په ګډ حکومت کې دې دغه مالیات ژر تر ژره بېرته واخیستل شي ۔
هغه دا هم وویل، چې د تحريک انصاف بندي مشر عمران خان سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې، خو بیا هم دوی به د هغه د خوشې کېدو لپاره له هرې قانوني او سیاسي لارې کار واخلي ۔
په سوات کې د جیو نیوز خبریال ډاکټر محبوب علي وایي، د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلیٰ دا څرګندونې مهمې دي او ښايي د صوبې پر امنیتي او سیاسي وضعیت اغېز ولري ۔ د هغه په وینا، د سهیل افریدي له خبرو ښکاري چې د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومت ترمينځ لا هم په ګڼو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د امن او امنیت په برخه کې، اختلافات موجود دي ۔
بلخوا د پاکستان فوځ او امنيتي ادارو بيا بيا ويلي چې په خېبرپښتونخوا کي د امنيت ټېنګ ساتلو د پاره به سخت ګامونه پورته کيږي او په دغه لړ کي د فوځ، پوليسو او د حکومت ګڼ شمير غړو قرباني ورکړې ده ، مرکزي حکومت به چري هم وسله وال د امن خرابيدو ته پرينږدي ۔