په اروپا کې سختې ګرمۍ  په يوه اوونۍ کې له ۱۳۰۰ څخه زيات کسان وژلي دي

راپورونه وايي چې د جون له ۲۱مې نيټې راهیسې په ټوله اروپا کې د سختې ګرمۍ له امله له ۱۳۰۰ څخه زیاتې مړینې ثبت شوې دي ۔ 
په دې اوونۍ کې د اروپا په ځینو برخو کې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو سانتي ګراد څخه لوړه شوې، چې په روغتونونو او د ژغورنې خدماتو باندې فشار راوړي او په بیړنیو تلیفونونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی ۔ 
د روغتیا نړیوال سازمان (ورلډ هيلت ارګانيزيشن يا ډبليو ايچ او) مشر ټیډروس ادهانوم ګیبريس د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل: 
"په اروپا کې کورونه، دفترونه او ښوونځي د دې تودوخې لپاره نه دي جوړ شوي"
د فرانسې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د چهارشنبې راهیسې په هغه هيواد کې ۱۰۰۰ مړینې ثبت شوې دي چې د اټکل نه زياتې دي ۔
د سازمان په وینا، د جون له ۲۴مې راهیسې په مړینو کې غیر معمولي زیاتوالی راغلی دی ۔
د ورځپاڼو راپورونه وايي ، د جون له ۱۸مې نيټې راهیسې د سختې ګرمۍ څپې په جریان کې په فرانسه کې په سیندونو، کانالونو او د لامبو په حوضونو کې د لامبو وهلو پرمهال د مړو شمېر ۷۴ ته رسېدلی دی ۔
بلخوا، د جرمني په ختیځ ښار لیپزیګ کې د ټرام خدمت د سختې ګرمۍ له امله اغیزمن شوی او د دوشنبې تر سهار پورې به تړلی وي ۔
راپورنه وايي چې سختې ګرمۍ د سړکونو اسفالټ ویلي کړی دی، په داسې حال کې چې د ټرام پټلۍ او بندونه هم په ډیری ځایونو کې اغیزمن شوي دي، چې د اورګاډي سفر یې ناامنه کړی دی ۔ 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.