پاکستان نه چين ته د خره د غوښې وړومبنۍ جوپه په کاميابۍ سره رسېدلې ده- شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ګوادر شمالي فري زون يا ساحې نه لېږل شوى 27 ټنه دخره دغوښې يو کنټينر، چې په پاکستان کښې يوې لايسنس لرونکې چينايي کمپنۍ برامد کړى و، اوس د چين مارکېټ ته رسېدلى دى-
د خره غوښه چين ته برامدونکې دغې چينايي کمپنۍ هان ګېنګ ټرېډ ويلي دي، په وړومبي پړاو کې چې څومره منجمده(کنګل شوې) غوښه تياره وه، ټوله يې چين ته لېږلې ده.

دغه کمپنۍ په ايکس( پخواني ټويټر) پخپل يو بيان کې ويلي پينځه کاله نه ستړې کېدونکې خواري، بېشمېره ستونزې او يو لويي خوب، د پاکستان زرعي پيداوار د نړۍ مارکېټونو ته رسول.
په بيان کې ويل شوي دي “نن زمونږ فېکټرۍ ته راغلو مېلمنو په خپلو سترګو هغه ټول عمل وکتلو، چې د پاکستان نه چين ته د خره د غوښې د وړومبنۍ برامدي منصوبې تر شا روان دى. د غوښې سخته طبي معاينه، جديد انتظامي نظام او د خوراکي خوندیتوب نړيوالو معيارونو ته بشپړه پاملرنه د دې منصوبې مهمې ځانګړتياوې دي. ”
دغه کمپنۍ پخپل بيان کې ليکلي دا يواځې يوه تجارتي منصوبه نه ده، بلکې په پاکستان د باور، د پاکستان او چين ترمنځ د اعتماد او د کلکې ارادې او دوامدارې خوارۍ يو ښکاره ثبوت دى.

د کمپنۍ په وينا، په راتلونکو مياشتو کې به ددې غوښې ليږل نور هم زيات کړي او هره مياشت به لږ تر لږه 40 کنټينره( دخره غوښه) چين ته لېږي.
پاکستان نه چين ته د خره د غوښې او څرمنو د برامد قانوني منظوري د روان کال په اپرېل کښې د وفاقي کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ ورکړې وه، چې وروستويې وفاقي کابينې پخلى کړى و-
دا منظوري د تجارت وزارت، د قومي غذائي تحفظ وزارت او د چين د کسټمز ادارې ترمنځ د طبي معاينې او قرنطين د سختو شرطونو له مخې ورکړل شوې ده.
د دې پاليسۍ لاندې د برامد لايسنس چينايي کمپنۍ هان ګېنګ ټرېډ ته ورکړل شوى دى. يادې کمپنۍ د ګوادر په ځانګړې اقتصادي ساحه (سپېشل اکنامک زون) کې د 50 ميليونه ډالرو په لګښت يو جديد پروسېسنګ پلانټ او ذبح خانه جوړه کړې ده، او له هم دغه ځايه يې د خره د منجمدې غوښې وړومبنۍ تجارتي جوپه چين ته لېږلې ده. حکومت په همدې زون کښې يوې بلې کمپنۍ ته هم د نوي پلانټ د جوړولو منظوري ورکړې ده.