د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند طاهر اندرابي د جولايي په ۱۷مه په خپل دفتر کې اونيزي خبري غونډې ته په خپله وينا کې ويلي چې د امريکا او ايران ترمينځ د تاوتريخوالي د لړۍ ودرولو او تيره مياشت ددوي په مينځګړتوب د ترسره شوي مفاهمتي يادداښت پر اساس مذاکراتو ته دبيا رابللو هڅې دوامداره وساتي.
پاکستان دامريکا او ايران ترمينځ د جګړې ودرولو دپاره د مينځګړتوب کردارسږکال د جون په مياشت کې کې پيل کړى و، له هغې وروستو د قطر او ترکيې هيوادونو په مرسته پاکستان په سويټرزلينډ کې د دغو دواړو هېوادونو ترمينځ د لوظنامې په ليکلو بريالى شوى و.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند طاهر اندرابي خبريالانو ته وويل” په دې مفاهمتي يادداښت په عمل درامد( پلي کول) کې دپېښو ننګونو سره سره، به پاکستان ټولې خواوې دتشدد دله مينځه وړلو او ددې ياداښت له مخې په تخنيکي کچه دمذاکراتو دبيا پيل کولو ډاډګيرنه دوامداره وساتي“
هغه وويل ” موږ تمه کوو چې دهرمز تنګي کې به وضعيت په ژر تر ژره معمول ته راوګرځي او په دغه مهمه سمندري لاره کې د پرله پسې تحفظ، امنيت او دکښتيو چلولو د ازادۍ باوري کولو پر ارزښت ټينګار کوو “