پاکستان د حوثي ملیشې لخوا سوداګریزو بیړیو ته ګواښونه غندلي دي

پاکستان د حوثي ملیشې له لوري د سعودي عربستان پر ضد او په سور سمندر کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د دوامداره ګواښونو په سختو ټکو غندنه کړې ده. رسنیو ته خپرې شوې اعلامیې کې پاکستان دا ډول اقدامات د سیمې د امنیت دپاره خطر ګرځولی دی. وایي دې سره به د  سمندري تګ راتګ ازادي زیانمنه شي، د نړیوال سمندري نظم اصول او د نړیوالې سوداګرۍ په دوامداره بهیر به ناوړه اغېز اوکړي..

 اعلامیه کې ویل شوي، سعودي عربستان سره په سوداګرۍ بوختو بېړیو او نړیوالې سوداګرۍ ته ګواښونه د منلو وړ نه دي او د نړیوال قانون د منل شویو اصولو ښکاره سرغړونه ده. پاکستان په ځانګړي ډول په هغو راپورونو اندېښنه څرګندوي چې وایي د سعودي عربستان سره په قانوني سوداګرۍ بوختو بېړیو ته ګواښونه شوي دي.

پاکستان ټینګار کړی دی چې د پاکستان تر بیرغ لاندې هرې بېړۍ یا د پاکستان سمندري ګټو په ضد هر ډول دښمنانه اقدام به د پاکستان د ملي امنیت او خپلواکو ګټو پر وړاندې جدي ګواښ وبلل شي. د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون له مخې، پاکستان د ځان د دفاع حق خوندي ساتي او د خپلو سمندري شتمنیو او ملي ګټو د ساتنې لپاره د اړتیا په صورت کې د قانوني ځواک کارولو په ګډون ټول اړین اقدامات کولی شي.

پاکستان همداراز د هغو هڅو په اړه ژوره اندېښنه لري چې غواړي سعودي عربستان د منځني ختیځ روانې شخړې ته راکاږي. پاکستان د ورور هېواد سعودي عربستان د امنیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او سوکالۍ لپاره خپل نه بدلېدونکی ملاتړ بیا تازه کوي.

پاکستان، چې د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمن پاتې دی، له ټولواړخونو غوښتنه کړې ده چې د نړیوال قانون درناوی وکړي او د نړیوالو سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ امنیت یقیني کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.