پاکستان: د امریکا او ایران خبرې اترې به دوام لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چی د امریکا او ایران مزاکرات به په راتلونکې کې هم دوام لري.

د جولایې په دویمه یاد وزارت سهار مهال او هم دا شان د جولایې په دویمه شپه د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم په خپلو ایکس پاڼو د امریکا او ایران ترمنځه د مزاکراتو په حواله بیانونه جاري کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په دوحه کې د پاکستان او قطر منځګړو د امریکا او ایران له مذاکره کونکو پلاوو سره جلا جلا لیدنې کړي.

دویې لیکلي، په دغو خبرو کې د سویټزرلېنډ د مذاکراتو او د اسلام آباد تفاهم لیک یادشت په اړه مهم پرمختګ شوی دی.

هغلته بیا د دغه شان بیان سره د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا دا هم لیکلي، دواړو غاړو هوکړه کړې چې خبرې اترې به په راتلونکې موده کې دوام کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې دا هم لیکلي، چې د مذاکراتو راتلونکې پړاو به د ایران د ستر مشر، ایت الله خامنه یي، د جنازې له مراسمو وروستو ترسره کیږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.