ټولنيزه ميډيا د ښځو او خواجه سراو لپاره موقع او هم ازميښت

موجوده دور کې  سوشل ميډيا يوازې تفريح نه ده، دا د ميليونونو ښځو او خواجه سراو لپاره هغه کړکۍ ده چې له لارې يې دوي نړۍ ته ګوري او نړۍ ته خپل ځان ښکاره کوي۔ د کور په څلور ديوالونو کې ناستې يوې  جينۍ لپاره دا د تعليم، روزګار او خپل غږ د پورته کولو وسيله ده۔ د يوې خواجه سرا لپاره دا د عزت، پيژندنې او روزګار يوازينۍ لار ده۔خو د دې موقعې سره يوه لويه ازموينه هم شته۔

پېښور کې د نجي مد ټيلي وژن خبريالي عليشا امجد مشال ډيجيټل ته وويل، د سوشل ميډيا استعمال په اوسني وخت کې  ډېر مهم دى۔ د دې په مرسته جينکۍ تعليم هم ترلاسه کولى شي، خپل کاروبار چلولى شي او د ټولنې په ستونزو  خبرې کولى شي۔

خو عليشا د يو  بل حقيقت خبره هم کوي، ددې سره دوي د ان لاين  زورونې سره هم مخ کيږي۔ جعلي اکاونټونه جوړيږي، غلط کمينټونه کيږي او کله کله  شخصي عکسونو غلط استعمال کيږي۔

د هغې په اند تر ټولو لويې خنډ کورنۍ ده۔ په خاصه توګه  لرې پرتو سيمو کې ميندي او پلرونه  جينکو ته د موبايل او انټرنيټ د کارولو اجازت نه ورکوي او د هغوي  په  فکر کې وي چې دا به يي د اولاد  لپاره  د ستونز جوړيدو سبب  وګرځي۔ نوموړې وايي د بنديز پر ځاي جينکو ته بايد  د سوشل ميډيا  خوندي استعمال ور زده کړل شي ۔

بل اړخ ته آرزو خان چي د خواجه سراو د فلاحي تنظيم  منزل فاونډيشن مشره ده او پخپله ټرانس جينډر ده۔ هغه وايي سوشل ميډيا د هغې او  د ټولنې لپاره ژوند دي۔ “زمونږ لپاره دا د عزت او روزګار يوازينۍ لار ده۔ دلته مونږ کولى شو خپل فن، رقص، ډيزايننګ او حقوق نړۍ ته وښايو۔ خلک مو وپېژني او کار مو پيدا شي”

مګر آرزو هم د ستونزو نه انکار نه کوي۔ “مونږ هم د کرکې، طنز او جعلي اکاونټونو هدف ګرځو۔ ځينې خلک زمونږ ويډيوګانې ډاونلوډ کوي او په غلطه توګه يې استعمالوي “۔

 آرزو خان مشال ډيجيټل سره د خبرو په وخت زياته کړه، نه غواړو چې د بل لاس ته کښينو۔ مونږ تولنه کې    يوازې د برابرۍ د حقوقونو او عزت غوښتنه کوو۔

د دې ستونزو د حل لپاره حکومت قانون هم جوړ کړى دى۔ د پېښور سايبر کرايم ونګ کې د نوم نه خپرولو په شرط د يادې ادارې يو ذمه وار چارواکي مشال ډيجټيل له د معلوماتو ورکولو په وخت وويل،، د ان لاين جرمونو د مخنيوي قانون ۲۰۱۶ د دې مقصد لپاره جوړ شوى دى۔د دې قانون لاندې که څوک د چا په اړه غلط

  – معلومات خپروي نو تر۳کاله قيد او۱۰ لکه روپو جرمانه ورته کيدى شي۔ د چا د عکسونو سره لاسوهنه يا جعلي ويډيو جوړول تر۵ کاله قيد او۵۰ لکه روپۍ جرمانه لري۔ سايبر سټاکنګ او د چا د اجازې پرته د هغه عکس يا ويډيو خپرول هم جرم دى او سخته سزا لري۔ نوموړى د سوشل ميډيا کارونکو له مشوره ورکوي “لومړى خپل پراييويسي سيټنګز مضبوط کړئ۔ دويم، د هر ډول  زورونې سکرين شاټ وساتئ۔ سايبر کرايم ونګ ته شکايت وکړئ۔ قانون ستاسو د تحفظ لپاره دى۔

د ياد چاواکي  په خبره، که څه هم قوانين موجود دي، خو۳ لويې ستونزې اوس هم شته۔

لومړى کورنۍ بنديز دى ځکه په ځانګړي توګه  کليوالو سيمو کې زياتره  ښځو ته  موبايل نه ورکول ،دوي له ټولو موقعو محروموي۔

دويم ان لاين   زورونه ده چي پکې د جعلي اکاونټونو، بدو ردو ويلو ، او د شخصي عکسونو ناوړه استعمال د ذهني اذيت سبب کيږي۔

دريمه د قانون نه خبرتيا ده۔  د  زياتره نارينه و تر څنګ په ګڼ شمير کې   ښځې او خواجه سرا  هم نه پوهيږي چې د آن لاين  زورونې په صورت کې خپل شکايت چرته او څنګه درج کړي۔

د پوهانو په خبره ، د  ټولو ستونزو حل په تعليم، پوهاوي او مثبت فکر کې دى۔ کورنيو ته پکار دي چې د بنديز په ځاى د خپلو کورنيو د نارينه و په  ګډون په ښځينه غړو هم  باور وکړي او  حکومت ته پکار دي چې د شکايت نظام اسان  کړي۔ او ټولنې ته پکار ده چې د ښځو او خواجه سراو غږ ته درناوي وکړي، سوشل ميډيا د بنديزونو نه، بلکې د محفوظ استعمال د زده کولو ځاى دى۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.