وینزوېلا کې زلزلې ګڼ خلق وژلي

د جنوبي امریکې په وینزوېلا هیواد کې د ۷.۵ درجې زلزلې لږ تر لږه ۳۲ تنان وژلي، او په سلګونو یې زخمیان کړي.

د جون په پنځه ویشتمه د وینزوېلا د اطلاعاتو سرکاري ویبپاڼې خبر ورکړې، چې هغلته زلزلې لویې لویې ودانۍ هم ړنګې کړي چې پکې ګڼ انساني او مالي زیانونه اوړیدلي.

د بي بي سي او رویټر خبري ایجنسۍ په خپرو شویو خبرونو کې لیکلي، هغلته لږ تر لږه ۳۲ تنان مړه شوي، او په سلګونو نور زخمیان شوي.

د دغه هیواد د اطلاعاتو د وزارت په فیس بک پاڼه هم دویې د زلزلې د نقصانونو لیکلي معلومات، تصویرونه او ویډیوګانې شریکې کړي، چې په ځینې ویډیوګانو کې ښکاري، خلق د ودانیو نه بهر ولاړ دي، ودانۍ ټالۍ وهي، ځینې ویډیوګانو کې بیا دا هم ښکاري، چې لویې لویې بلډنګونه/ودانۍ ړنګ شي.

په دغه فیس بک پاڼه دویې د وینزوېلا هیواد د نګران/قایمقام ولسمشرې ډیلسي روډرېګز یو خبر هم خپور کړې، چې نوموړې پکې د صحت کارکونکو او د ژغورنې ادارو ته وینا هم کړې، د متاثرینو سره باید سمدستي مرستې وکړي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ځینې نورو هېوادونو مشرانو هم اعلان کړې چې د وینزوېلا هیواد سره به په امدادي چارو کې مرستې کوي.

د امریکې د جیولوجیکل سروې ادارې یو ایس جي ایس هم په خپله ویبپاڼه د جون په پنځه ویشتمه لیکلي، د زلزلې وخت ۳۹ سیکنډه وو، اولنې جړک/جړق یې ۷.۵ درجه ري ایکټر سکېل وو، وروستو ۷.۲ درجو ته راټیټ شو.

دغه ادارې بیا یو ټیبل جوړ کړې، چې هغې کې یې لیکلي، امکان څرګندیږي، چې دغه زلزله کې د لسو زرو نه زیات خلق وژل شوي یا زخمیان شوي وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.