د خیبر پښتونخوا د هنرمندانو د خيرښيګړې تنظیم “آرټسټ ایکشن فاونډیشن” مشر ډاکټر نیاز علي خان وايي چې تر هغه پورې هنرمند په سمه توګه نه شي پيژندل کيدای تر څو چې په ټولنه کې د هنر درناوی نه وي شوی ۔
هغه د مشال ډیجیټل سره په یوه ځانګړې مرکه کې د پښتنو هنرمندانو د ستونزو، د ټولنې د چلند او د حکومت د ذمه وارۍ په اړه خبرې وکړې ۔ ډاکټر نیاز علي خان پخپله هم د پښتو ډرامو پخوانی اداکار دی، خو تېرو لسو کلونو راهسې یې له اداکارۍ ډډه کړې ده ۔

ډاکټر نیاز علي خان د فنکارانو د ډاډګيرنې او هغوی ته د ټولنې لخوا درناوی ورکولو په اړه وويل چې په خیبر پښتونخوا کې قدامت پسند فکر ډېر دی ۔ خلک فن خوښوي خو فنکار ته، او خاصه توګه ښځينه هنرمندانوته ، په ښه سترګه نه کتل کيږي ۔
هغه خپله تجربه د مشال ډيجيټل سره داسې شريکه کړه:
“زه يو نارینه يم خو کله چې مې د اداکار په توګه د ټیلی ویژن په ډرامو کې کار پیل کړ نو کورنۍ مې پرې خوشحاله نه وه ، ورو ورو د هغوی فکر مثبت اړخ ته وګرځېد نو ځکه مې تر ډېرې مودې کار وکړ”
ډاکټر نیاز علي خان وايي چې اداکاري د انسان فطري صلاحیت دی او د یو ډاکټر، استاد او انجنیر په څېر ورته هم باید درناوی وشي،
“اداکاری یو فطری صلاحیت دی، ځکه د فنکار قدر کول پکار دي ۔ لکه د ژوند نورو شعبو ته چې دروند نظر کیږي، نو فنکار ته هم باید هماغسې وکتل شي”
د هغه په وینا تر څو چې ټولنه د فن په اهمیت نه پوهیږي، نو تر هغه پورې به د فنکار مقام هم تر پوښتنې لاندې وي ۔
ډاکټر نياز علي خان په حکومت او ولس دواړو غږ وکړ چې د هنرمندانو د حالاتو د ښه کولو لپاره ګامونه پورته کړي ۔
هغه وویل: “د حکومت لخوا د دوی لپاره ځانګړې منصوبې پیل کول ضروري دي چې کله هم د مالي او یا د نفسیاتي ستونزو ښکار نشي ۔ او بل دا چې په اولسي کچه د فن او فنکار مقام په ګوته کول او مرسته یې کول پکار دي”
د هغه په خبره ډېر هنرمندان د عمر په آخر کې د بې وسۍ او بې روزګارۍ ښکار کیږي، ځکه چې د هغوی لپاره د تقاعد یا د مرستې کوم نظام نشته ۔
ډاکټر نیاز علي خان په دې خبره ټینګار کوي چې فن د یوې ټولنې هينداره وي او وېې ويل:
“که مونږ د خپلو اداکارانو، شاعرانو او موسیقارانو قدر ونکړو، نو سبا به فن هم مونږ نه مخ واړوي ۔ د قدامت پسند فکر د دیوالونو ماتولو سره به یوازې فنکار نه، بلکې ټوله پښتنه ټولنه په کلتوري لحاظ شتمنه شي”