نوی جوړ شوی کوانټم کمپيوټر به کار نور هم چټک کړي : ساينسپوهان

د کوانټم کمپيوټر په نړۍ کې يو مهم پرمختګ شوی او چينايي ساينسپوهانو د “هاني يوان-۲” په نوم يو نوی دوه-هسته ييز (ډوول کور)  کوانټم کمپيوټر معرفي کړی دی ۔

څېړونکي وايي چې دا سيستم د پخوانيو کوانټم کمپيوټرونو په پرتله زيات باثباته او اغېزمن دی ۔

د راپورونو تر مخه ، په دې نوي کمپيوټر کې دوه جلا کوانټمي برخې يو ځای کار کوي ۔ يوه برخه د محاسبې دنده ترسره کوي او بله برخه د تيروتنو په کمولو او د سيستم په ثبات کې مرسته کوي ۔

ساينسپوهان وايي چې دا طريقه د کوانټم کمپيوټرونو يوه لويه ستونزه، يعنې د معلوماتو ضايع کېدل، کمولی شي ۔ دوی زياتوي چې دا  ټېکنالوژي د درملو د څېړنې، مصنوعي ځيرکتيا، انرژۍ او مالي چارو په څېر برخو کې د ډېرو پېچلو مسئلو د حل توان لري ۔

د نوي سيستم يوه بله ځانګړنه دا ده چې د پخوانيو کوانټم ماشينونو په پرتله لږه برېښنا کاروي او ساتنه يې هم اسانه ده ۔

بلخوا، مايکروسافټ هم خپل نوی “ماجورانا۔۲ ”  کوانټم چپ معرفي کړی او ادعا کوي چې د دې چپ ځينې برخې د پخواني نسل په پرتله زر چنده زياتې باوري دي ۔

ساينسپوهان باور لري چې د دغو پرمختګونو له امله به په راتلونکو کلونو کې کوانټم کمپيوټرونه له لابراتوارونو ووځي او د خلکو په ورځني ژوند او صنعتونو کې به وکارول شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.