د امریکا فضايي ادارې (ناسا) له هغو کسانو څخه درخواستونه غوښتي چې غواړي نزدې یو کال د مریخ او سپوږمۍ په څېر مصنوعي چاپېریال کې ژوند وکړي.
امریکایي فضایي ادارې ناسا په خپله ویبپاڼه دغه اعلان جاري کړې او لیکلې ې دي، د دې څېړنیز پروګرام هدف دا دی چې د راتلونکو اوږدمهاله فضايي ماموریتونو/مشنز لپاره د خلابازو روغتیا، ذهني او فزیکي چمتووالی او کاري وړتیا وڅېړل شي.
ناسا ویلي، ټاکل شوي رضاکاران به د امریکا د هیوسټن ښار په جانسن سپېس سنټر کې نزدې یو کال تېر کړي. دوی به په یوه محدود او له بهرنۍ نړۍ جلا چاپېریال کې وساتل شي، چې شرایط به یې د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو انساني ماموریتونو په څېر جوړ شوي وي.
د ناسا په وینا چې هغه کسان لټوي چې د دې ځانګړې تجربې د پاره تیار وي، او د سپوږمۍ او مریخ د ماموریتونو په چمتووالي کې ونډه واخلي. هغه کسان به د دوي لخوا د ټاکل شوي تعلیمي او فزیکي شرطونه هم پوره کوي، له هغې به د دوي په تربیتي پروګرامونو کې برخه اخیستې شي.
د تجربې په مهال به رضاکاران د څو میاشتو د فضايي سفر په څېر محدود چاپېریال کې ژوند کوي او بېلابېل ورځني ماموریتونه به ترسره کوي.
رضاکاران به د مریخ پر سطحه د ګرځېدو تقلیدي فعالیتونو (مصنوعي ماحول) کې هم برخه اخلي. همدارنګه به د روور موټر په وسیله له اصلي استوګنځي څخه لرې فرضي څېړنیزو سیمو ته هم ولېږدول شي.
د ماموریت پر مهال به څېړونکي د محدودو سرچینو او د کار د فشار لاندې د رضاکارانو روغتیا او فعالیت ارزوي. ناسا به هغه وسایل، ټېکنالوجي، خوندیتوب لارې چارې او نور سیسټمونه هم و ازمويي چې د راتلونکو اوږدمهاله فضايي سفرونو لپاره جوړېږي.
له دې پروګرام څخه ترلاسه کېدونکي معلومات به د ناسا هیومن رېسرچ پروګرام ته وسپارل شي، چې موخه یې د اوږدو فضايي ماموریتونو پر مهال د خلابازو د روغتیا او چمتووالي په اړه څېړنې دي.
د درخواست لپاره لازمه ده چې نوماند د امریکا سټیزن شپ/تابعیت یا ګرین کارډ ولري، عمر یې د ۳۰ او ۵۵ کلونو ترمنځ وي او قد یې له ۷۴ انچو زیات نه وي. همدارنګه باید په انګریزي ژبه ښه برلاسی، قوي تخنیکي وړتیا او د ساینس یا انجینرۍ اړوند برخه کې لږ تر لږه د لایسنس سند ولري.
ټاکل شوي کسان به د شاوخوا ۱۴ میاشتو پروګرام برخه وي، چې پکې یو کال په مصنوعي فضايي چاپېریال کې تېرول او دوه میاشتې د ماموریت له پیل مخکې او وروسته د روزنې او معلوماتو راټولولو لپاره ځانګړې شوې دي. ناسا به ګډونوالو ته د دې څېړنیز پروګرام په بدل کې مالي معاوضه هم ورکوي..
همداراز ناسا غواړي هغه ټېکنالوژي، وسایل او عملیاتي لارې چارې چې په راتلونکو فضايي ماموریتونو کې به کارېږي، لومړی پر ځمکه و ازمويي، څو خلابازان د سپوږمۍ او مریخ د احتمالي/ممکنه ستونزو لپاره په ښه ډول چمتو شي.