د جولای ۱۵مه د پاکستان د ملي معلوماتو او ثبت ادارې (نادرا) د کراچۍ مشر عامر علي ویلي، ادارې د هغو افغان وګړو پر ضد پراخې چارې پیل کړې چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني شناختي کارډونه ترلاسه کړي وو.
هغه د جولای پر ۱۵مه مشال ډیجیټل ته وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې د شاوخوا ۱۸۰۰۰ افغان وګړو پاکستاني شناختي کارډونه لغوه شوي دي.
د عامر علي په وینا، حکومت د جعلي اسنادو او ناقانونه لارو د ترلاسه شویو شناختي کارډونو پر ضد خپلې هڅې چټکې کړې دي. هغه وویل، یو شمېر بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، د جعلي اسنادو او ناسمو معلوماتو په کارولو د پاکستان تابعیت او شناختي کارډونه ترلاسه کړي وو.
هغه زیاته کړه، ځینې پاکستاني وګړي د پیسو په بدل کې بهرنیان د خپلې کورنۍ په ریکارډ کې شاملوي او له همدې لارې هغوی ته د پاکستاني شناختي کارډ د ترلاسه کولو زمینه برابروي. د هغه په خبره، دا کار د قانون ښکاره سرغړونه ده او د ښکېلو کسانو پر ضد قانوني اقدامات روان دي.
عامر علي وویل، نادرا له قانون پلي کوونکو ادارو سره په ګډه د خپلو ډیجیټلي ریکارډونو له لارې هغه بهرني وګړي لټوي چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني شناختي کارډنه ترلاسه کړي دي. د پلټنو او اسنادو له کره کېدو وروسته د هغوی شناختي کارډونه لغوه کېږي.
د نادرا د کراچۍ مشر خبرداری ورکړ، که د افغانانو یا نورو بهرنیو وګړو لپاره د پاکستاني شناختي کارډنو په جوړولو کې د نادرا کوم افسر یا کارکوونکی ښکېل وموندل شي، پر ضد به یې قانوني اقدام وشي. هغه وویل، په تېرو کلونو کې هم د ورته قضیو له امله د ادارې د یو شمېر افسرانو او کارکوونکو پر ضد قانوني ګامونه اخیستل شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د پاکستان د تابعیت او شناختي کارډونو د نظام د خوندي ساتلو لپاره به د جعلي اسنادو، درغلیو او ناقانونه کړنو پر ضد عملیات دوام ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د قانون خلاف د پاکستان د تابعیت اسناد ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول افغان کډوالو، د اسنادو د ارزونې او د جعلي شناختي کارډونو د لغوه کولو بهیر چټک کړی دی.