ملاکنډ کې سبا د ټېکسونو خلاف شټرډاون هړتال اعلان

نياز احمد خان، مشال ډيجيټل، سوات

 په ملاکنډ ډويژن او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ټېکسونو د لګولو پر ضد د جولای په ۱۸مه په مينګوره پرېس کلب کې د ملاکنډ ډويژن د سوداګرو اتحاديې، چيمبر آف کامرس او ايکشن کمېټې ګډه خبري غونډه وکړه.

د غونډې ګډونوالو وويل، چې ملاکنډ ډويژن د پاکستان له جوړېدو ۲۱ کاله وروسته له پاکستان سره يوځای شوی و او هغه مهال ورته د هر ډول ټېکس معافي ورکړل شوې وه. د دوی په وينا، د اساسي قانون د ۲۵م بدلون وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د سيمې ځانګړی قانوني حيثيت ختم شو، خو د پنځو کلونو لپاره د ټېکسونو معافي وركړل شوه، چې وروسته هر کال تمديدېده. دوی زياته کړه، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه ټېکسونه نافذ شوي، چې دوی يې مخالفت کوي.

په خبري غونډه کې د ملاکنډ ډويژن د سوداګرو اتحاديې مشر عبدالرحيم د سيمې له ټولو سوداګرو، وکيلانو، سياسي ګوندونو، تعليمي ادارو او مدني تنظيمونو وغوښتل، چې د جولای د ۲۱مې نېټې په شټرډاون هړتال کې ورسره ګډون وکړي.

د دغه اعلان ملاتړ د ملاکنډ ډويژن ډېری سياسي ګوندونو، خصوصي تعليمي ادارو، وکيلانو او بېلابېلو تنظيمونو هم کړی او ويلي يې دي، چې د جولای په ۲۱مه به ټول بازارونه او کاروباري مرکزونه تړلي وي.

بلخوا، د ملاکنډ ډويژن د ټېکسونو مخالفت د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم کړی دی. د صوبې وزيراعلی سهيل افريدي د جولای په ۱۷مه د ملاکنډ ډويژن له مشرانو سره په جرګه کې اعلان کړی و، چې صوبايي حکومت به په دغو سيمو کې هېڅ ډول صوبايي ټېکس نه لګوي.

نوموړي دا هم ويلي وو، چې له مركزي حکومت څخه يې غوښتنه کړې او رسمي ليک يې ورته استولی، چې ملاکنډ ډويژن او پخوانۍ قبايلي سيمې د ترهګرۍ، سېلابونو او زلزلو له امله سختې ځپل شوې او وروسته پاتې دي، نو بايد له ماليې څخه معافې وساتل شي.

وفاقي حکومت بيا وايي، چې په ملاکنډ ډويژن او پخوانيو قبايلي سيمو کې د هېواد د نورو برخو په څېر د قانون يو شان عملي کېدل او د مالياتي نظام پلي کول د ملي پرمختګ برخه ده. تر اوسه د جولای د ۲۱مې نېټې د اعلان شوي شټرډاون هړتال په اړه د وفاقي حکومت کوم نوی رسمي دريځ نه دی خپور شوی.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.