دجولای په ۷ مه دشپي د شارجې نه کراچۍ ته روانه د کی ټو ایروېز بوینګ 737 کارګو الوتکه په سمندر کې غورځیدلي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې سول ایوی ایشن اتهارټۍ په وینا، په الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو او د هغوی د موندلو لپاره پراخ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې دجولای په ۷ دشپی په خپل بیان کې ویلي،الوتکا د پاکستان پر وخت د شپې په ۹بجي او۱۸ منټه د خپل نیویګېشن یا لارموندنې سیسټم د خرابۍ راپور ورکړ ،او له دې وروسته د کراچۍ د هوايي ترافیک کنټرول مرکز سمدستي د الوتکې ته لارښوونې او مرستې هڅې پیل کړې.
د ادارې د معلوماتو له مخې، د شپې په ۹ بجی او ۲۱ مېنټه په رېډار ولیدل شول چې الوتکه په چټکۍ سره ښکته کېږي او له کراچۍ څخه شاوخوا ۱۵۵ ناټیکل میله د لویدیځ لوري په سمندر کې لادرکه شوه.
تر دې پېښې وروسته د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د ریسکیو مرکز یې فعال کړ او د بېلابېلو ادارو په مرسته یې په عرب سمندر کې د الوتکې د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې ګډ عملیات پیل کړي دي.
بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې اې ایس پي ار په خپل بیان کې ویلي، د لټون عملیات یې پیل کړي دي او د پاکستان بحري/سمندري ځواک، هوايي ځواک او نور اړوند ادارې پکې برخه اخلي.
د اې ایس پي ار په وینا، د پاکستان بحري ځواک جنګي بېړۍ پي این ایس ذوالفقار د پېښې سیمې ته استول شوې ده، او د پاکستان هوايي ځواک بېلابېل هوايي الوتکې هم د لټون اوسمدستي ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
همدارنګه د پاکستان بحري ځواک ای ټی ار الوتکه له تربت څخه د عملیاتو لپاره په سمندر کې لټون کوي او د پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن سوداګریزه یوي بېړۍ هم د سمندري لټون په عملیاتو کې برخه اخلي.
چارواکي وايي دشپی ناوخته پوري د بېلابېلو ادارو ترمنځ ګډې هڅې روانې وي خو تر شپي ناوخته د الوتکې د ځای یا د عملې په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې پخلې کړې چې په ورکه شوې کارګو الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو، او د هغوی د موندلو لپاره د سمندر کې د لټون او ژغورنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.