فیفا نړیوال جام: اسپېن لوبډله فاینل ته ورسیده

د فیفا فټبال نړیوال جام/کپ په اولني سیمې فاینل لوبه کې اسپېن هېواد د دوه ګولونو کولو سره د فرانس هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د دغه کپ فاینل/اخیري لوبې ته ورسیدل.

د فټبال د نړیوال سازمان فیفا د ویبپاڼې د خبر تر مخې، اسپېن د ډیر جارحانه انداز له مخې پیل وکړو، د اسپین له اړخه لومړی ګول میکیل اویار زبال په پنالټي کک سره او دویم ګول په دوېیمه نیمایي کې پیډرو پورو وکړو.

د یادونې وړ ده چې د اسپېن لوبډله په دوه زره لسم کال کې سیمې فاینل لوبه ګټلې وه. د فیفا لخوا د جوړ شوي دغه کپ دوېیم سیمې فاینل به سبا له ارجنټینا او انګلینډ ترمنځه کیږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.