د فرانسې د سوېل لوېديځ ژیروند سيمه کې د څو ورځو راهيسې بلېدونکی د ځنګلونو اور لا هم نه دی قابو شوی. چارواکي وايي، تر اوسه اور د ځنګلونو او ځمكې ډېره لويه برخه سوځولې ده_
د اور له پراخېدو وروسته حکومت د مشهور سيلانيز ځای کېپ فيريت په بشپړه توګه خالي كولو امر کړی دی. د جمعې په ورځ سلګونه کسان د کښتيو په وسيله له سيمې واېستل شول او تر اوسه له بېلابېلو بندرونو څخه له ۴۰۰ زيات کسان خوندي ځايونو ته رسول شوي دي.
چارواکي وايي، يوازې د کېپ فيريت له سيمې څخه له ۴۰ زرو زيات خلک د سړک له لارې خوندي سيمو ته لېږدول کېږي.
بلخوا د بسکاروسه په سيمه کې هم يوه بله لويه اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله يې له ۲۳ زرو زياتو کسانو ته د سيمې پرېښودو امر شوی دی.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون روان حالت “ډېر جدي” بللی او د اروپايي ټولنې نه يې د مرستې غوښتنه کړې ده. د مکرون له غوښتنې وروسته کرويشيا، پرتګال، چک جمهوريت او سلواکيا د اور مړ کولو لپاره خپلې مرستندويه الوتکې فرانسې ته لېږلې دي.
بل لور ته په اسپانيا کې هم د ځنګلونو د اورونو له امله اندېښنې زياتې شوې دي. د مادريد ښار ته نږدې د اورلګېدو له کبله حکومت ملي بېړنی حالت اعلان کړی او د اور د کابو کولو هڅې روانې دي.