عمان وايي چې يونايټد نيشنز انټرنيشنل ميري ټايم ارګانايزيشن ( د ملګرو ملتونو د سمندرونو نړیوال سازمان يا ايي ايم او) سره ګډ کار کوي چې د هرمز تنګي څخه د تیریدونکو کښتیو لپاره یو لنډمهاله دهلیز جوړ کړي ۔
عمان ميري ټايم سيکورټي سنټر (د عمان سمندري امنیت مرکز) په ايکس (پخواني ټويټر) په یو پوسټ کې ویلي دي چې دا دهلیز د نړیوال قانون سره د عمان د ژمنې او د تنګي د وړیا نیویګیشن ډاډمن کولو سره سم دی ۔
په پوسټ کې ويل شوي دي چې د دهلیز څخه ګټه اخیستونکي کښتۍ به د ايي او ايم سره همغږي کولو ته اړتیا ولري ۔
بلخوا الجزيره ټيليويژن په يو راپور کې ويلي دي چې جاپان د امریکا او ایران له هوکړې وروسته د ماین پاکۍ او ساتنې عملیاتو لپاره د هرمز تنګي ته د خپل سمندري ځواک په ليږلو غور کوي ۔
په راپور کې ويل شوي دي چې دا لاره د تیلو د وارداتو لپاره ډيره مهمه ده خو امکان لري چې جاپان خپله پريکړه عملي کولو کې د ايين (اساسي قانون) د محدودیتونو او د خلکو مخالفت سره مخ شي ۔
دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي دي چې یوازې سیمه ییز هیوادونه باید د مينځني ختیځ سیاسي او امنیتي نظم وټاکي ۔
راپور وايي چې ښاغلي قاليباف په سيمه کې د بهرنۍ لاسوهنې مخالفت وکړو او د سیمې دننه ېې د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه ۔
هغه خپلې څرګندونې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني اتحادیې په غونډه کې وکړې ۔
د هغه څرګندونې د ايران په سرکاري (دولتي) ټيليويژن هم خپرې شوې ۔ په مينځني ختيځ کې د دوو مياشتو بريدونو نه وروستو ايران او امریکا د سولې د یوې تلپاتې موافقې د لاسلیکولو په لټه کې دي ۔ دواړو هيوادونو د تفاهم يادښت لاسليک کړی دی چې منځګړتوب يې پاکستان او قطر کړی و ۔
د ايران او امريکا د چارواکو تر مينځ لومړۍ خبرې اترې هم د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې شوې وې ۔
خو ښاغلي قاليباف په باکو کې کانفرنس ته وينا په مهال دا ادعا هم وکړه چې د مينځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا ترمينځ هوکړه "د امریکا د ماتې اعلان" دی ۔
هغه کانفرنس ته د وينا په وخت وویل:
"د اسلام آباد تفاهم د فشار او جبر پایله نه وه، بلکې د زړور ایراني ملت د مقاومت او واک پایله وه ۔ له همدې امله، د اسلام آباد د تفاهم یادښت د امریکا د ماتې اعلان شو"