د جولای پر ۹ مه په کوټه کې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د بلوچستان د اپېکس کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په وروستیو ترهګریزو پېښو کې پولیس، امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي. د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې په بلوچستان کې ۵۴ وسلهوال وژلي دي.
شهباز شریف وویل، تر هغو به د ترهګرۍ پر ضد عملیات روان وي چې د حکومت په وینا، وروستی وسلوال هم له منځه نه وي وړل شوی. هغه دا هم وویل چې د پاکستان ولس د امنتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی.
وزیراعظم ادعا وکړه چې د پاکستان ختیځ ګاونډی د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې او مالي مرستې ورکوي. نوموړي همداراز وویل چې وسلوال د افغانستان خاوره د خپلو فعالیتونو لپاره کاروي او په خیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې هم د حکومت په وینا، وسلوال(خوارج) ښکېل دي.
شهباز شریف وویل، د هېواد سیاسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یو موټی دی. هغه ټینګار وکړ چې په بلوچستان کې سوله د پاکستان د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړینه ده او حکومت به د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې د “صفر زغم” پالیسۍ ته دوام ورکړي.
د بلوچستان د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دا غونډه د وزیراعظم په مشرۍ په کوټه کې ترسره شوه. په غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي ، د قانون پلي کوونکو ادارو مشران، یو شمېر وفاقي وزیران او د وزیراعظم سلاکار رانا ثناالله هم ګډون درلود.
غونډې ته د بلوچستان د امنیتي وضعیت، وروستیو ترهګریزو پېښو، روانو استخباراتي عملیاتو او د خلکو د امنیت لپاره د حکومت او امنیتي ادارو د اقداماتو په اړه تفصیلي مالومات ورکړل شو.