سپېن د ۲۰۲۶ فيفا ورلډ کپ اتل شو، ارجنټاين فاينل کې ماتې وخوړه

د يورپ اوسني اتل( چيمپين) سپېن د ۲۰۲۶ کال د فيفا  ورلډ کپ  په فاينل کې دفاعي اتل ارجنټاين ته د اضافي وخت نه پس په ۱-۰ ماتې ورکړې او په دويم ځل  د نړۍ اتل شوى دى.

دا زړه راښکونکى  فاينل د جولاي په ۱۹مه د امريکې د نيوجرسي په نيويارک ـ نيوجرسي سټېډيم کې ولوبول شو. په اصل وخت کې دواړو ټيمونو ګول ونه کړو او دغسې  لوبه اضافي وخت ته لاړه.

سپېن په ټول مېچ کې ښه لوبه وکړه او زياتره وخت  بال هم د دوي سره وو. سپېن په ټاکلي وخت،٩٠ منټو، کې د ګول ۱۵  کوششونه وکړل او ۹ کارنرونه يې هم واخيستل، خو ارجنټاين په دې دوران د ګول يو کوشش هم ونه کړو.

Spain wins 2026 World Cup

د ارجنټاين ګول ساتونکي(ګول کيپر) ايميليانو مارتينيز د سپېن لس خطرناک دګول کولو کوششونه ناکامه کړل . دا ورلډ کپ  د فاينل په تاريخ کې د يو ګول ساتونکي تر ټولو زياتې ژغورنې ګڼل کېږي.

د لوبې په اخري شېبو کې د ارجنټاين لوبغاړي انزو فرنانډېز دويم ژېړ کارډ واخستو او سور کارډ يې هم وليدو، چې د هغې نه پس ارجنټاين اضافي وخت د لسو لوبغاړو سره شروع کړو.

د اضافي وخت په ۱۰۶مه  منټ کې پېډرو پورو يو ښه پاس نيکو ويليمز ته ورکړو، هغه بيا بال فېران تورېس ته ورسولو. تورېس په چپه پښه زورور شاټ ولګولو او د لوبې يوازينى ګول يې وکړو، چې سپېن ته يې  کاميابي  ورکړه.

سپېن ددې دې نه وړاندې په ۲۰۲۴ کې د يورپ جام (يورو) هم ګټلى و، چې په فاينل کې يې انګلستان ته په  ۲-۱ ماتې ورکړې وه. اوس سپېن په يو وخت کې د  يورپ او نړۍ دواړو اتل دى.

د سپېن د ښځو فوټبال ټيم هم د نړۍ اتل دى، او سپېن د نړۍ لومړنى ملک شو چې په يو وخت کې د سړو او ښځو دواړو  ورلډ کپونه ورسره دي.

دا د سپېن دويم ورلډ کپ دى. سپېن خپل اول  ورلډ کپ په ۲۰۱۰ کې ګټلى و. بلخوا ارجنټاين، چې د ۲۰۲۲  ورلډ کپ اتل و، دا ځل دماتې سره مخ شوى دى.

د ۲۰۲۶  ورلډ کپ د امريکې، کينيډا او مکسيکو په شريک کوربتوب وشو. په دې ټورنمنټ کې ۴۸ ټيمونو برخه واخسته، ټولې ۱۰۴ لوبې وشوې او پکې ۳۰۸ ګولونه ووهل شول.

د سپېن دې کاميابۍ سره، دې  ملک په دوو کلونو کې د  يورپ او نړۍ دواړه لوي ټايټيلې خپلې کړې او د فوټبال په تاريخ کې يې يو بل لوي ريکارډ هم جوړ کړو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.