د موسمیاتو ادارې د جون په اوویشتمه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ګرمۍ سخته څپه به د هېواد په ډېرو سیمو کې تر یوې اوونۍ پورې دوام وکړي. د خیبرپښتونخوا د نورو ضلعو په څېر، په سوات کې هم د تودوخې درجه لوړه شوې ده، چې ورسره غیر اعلانیه د بجلۍ/برېښنا بندښت او د څښلو اوبو کمښت د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
د مینګورې ښار د کمپیوټر او فوټو سټېټ دوکاندار صابرالرحمن وایي، د سختې ګرمۍ له امله په بازار کې کار کول ډېر ستونزمن شوي دي. د هغه په وینا، د برېښنا پرلهپسې غیر اعلانیه بندښت کاروبار په ټپه درولی او د څښلو اوبه هم له تېرو درې ورځو راهیسې ډېرې کمې راځي. نوموړی وایي، د غربت له امله کاروبار نه شي پرېښودلی او له چارواکو غوښتنه کوي چې لږ تر لږه دې د برېښنا منظمې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه د برېښنا له راتګ سره به د اوبو ستونزه هم تر یوه بریده هواره شي.

د ګرمۍ له زیاتېدو سره ګڼ شمېر خلکو د سوات سیند ته مخه کړې ده. د جون په نهه ویشتمه د سوات په سیند کې یو پلار او زوی ډوب شول. د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، اته کلن ماشوم په سیند کې لامبو وهله چې د اوبو تېزو څپو یووړ. پلار یې د ژغورلو لپاره ورپسې ورټوپ کړ. ماشوم وژغورل شو، خو پلار، بخت سید، چې د بونېر اوسېدونکی و او د چکر لپاره سوات ته راغلی و، په اوبو کې ډوب شو. د هغه مړی وروسته د ریسکیو غړو را وایست.
د سوات ضلعي انتظامیه وایي، د ګرمۍ له زیاتېدو سره د سیند اوبه هم ډېرې شوې او ګڼ سیلانیان د لامبو لپاره سیند ته ورځي. د همدې لپاره په سیند کې د قانون د دفعه ۱۴۴ له مخې لامبو وهل منع اعلان شوي دي. د سیند پر غاړو په ځینو ځایونو کې پولیس هم ځای پر ځای شوي، خو بیا هم ځینې خلک د قانون سرغړونه کوي چې له امله یې د ډوبېدو پېښې رامنځته کېږي.
په سوات کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند نیازعلي له سیلانیانو او ځایي خلکو غوښتنه کړې چې د سیند له تېزو اوبو څخه دې ځانونه لیرې وساتي. نوموړي همداراز سپارښتنه کړې چې خلک دې د سختې ګرمۍ پر مهال له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، د لمر ضد چترۍ دې وکاروي، تر سیوري لاندې دې کار وکړي او د خپلو ماشومانو او کورنیو روغتیا ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ریسکیو ۱۱۲۲ وایي، د هر ډول بیړني حالت لپاره یې چمتووالی نیولی او د سوات سیند پر غاړو یې د ژغورنې او مرستې ځانګړي کمپونه هم جوړ کړي دي.
د موسمیاتو اداره وایي، راتلونکو څلورو ورځو پورې به د ګرمۍ څپه دوام ولري او امکان شته چې د تودوخې درجه نوره هم لوړه شي.

بل لور ته، په سوات کې د برېښنا وېشونکې ادارې (واپډا) ویاند شفیق عزیز وایي، د برېښنا د لوړو تارونو ډېری لینونه له ابادو سیمو تېر شوي، چې د هر ډول تخنیکي خرابۍ (فالټ) د رامنځته کېدو پر مهال د مرمت کونکي له ستونزو سره مخ کېږي او له همدې امله کله ناکله برېښنا بنده شي.
نوموړی وایي، د واپډا تخنیکي کارکوونکي شپه او ورځ، څلورویشت ساعته، د برېښنا د ژر تر ژره بحالۍ لپاره هلې ځلې کوي