د موسمیاتو ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ او د سېلګرۍ محکمې خبرداری ورکړی چې د جولای تر ۲۸مې پورې به د خېبرپښتونخوا د نورو سیمو په څېر په سوات کې هم د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خطر موجود وي. ادارې له ځايي خلکو او سېلانیانو غوښتي چې د سیندونو، خوړونو او نالو له غاړو لرې پاتې شي او احتیاطي تدابیر خپل کړي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند نیاز محمد خان د جولائي په ۲۳ ویلي، پرله پسې بارانونو له امله په ځانګړې توګه د سېلانیزو سیمو او غرنیو خوړونو کې د سېلابونو امکان شته. د ده په وینا، ریسکیو ډلې په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د احتیاط په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.

بل لور ته د خېبرپښتونخوا د طبیعي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ايم اى) هم خبرداری خپور کړی چې پکې ویل شوي په راتلونکو ورځو کې په سوات، بونیر، شانګله، کوهستان، بټګرام، ملاکنډ او نورو سیمو کې د تېزو بادونو، سختو بارانونو او په خوړونو کې د سېلابونو امکان شته.
تېر کال د اګست میاشت کې په سوات او بونیر کې راغلو سېلابونو زرګونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول. ډېری اغېزمن اوسېدونکي لا هم شکایت کوي چې ورسره اعلان شوې مرستې په بشپړه توګه نه دي شوې.
د مینګورې مدني فعال فهد خان، چې تېر کال یې کور هم د سېلابونو له امله زیانمن شوی و، مشال ډیجیټل ته وویل یوازې خبرداری ورکول کافي نه دي. د ده په وینا، د اقلیمي بدلون له امله هر کال د سېلابونو خطر زیاتېږي، نو حکومت باید د اوږد مهالو حل لارو لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغه وویل د مینګورې ښار له منځه تېرېدونکي دواړه خوړونه تنګ شوي او د اوبو طبیعي لارې په کې بندې شوې دي. همدارنګه د سوات سیند پر غاړو هم ناقانونه ودانۍ جوړې شوې دي، چې باید لرې شي، څو د اوبو لارې خلاصې او د راتلونکو سېلابونو زیانونه کم شي.
بلخوا د سوات څخه د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم وویل، د مینګورې د خوړونو د پراخولو او پاکولو پروژه د ۹۱ کروړه روپیو په لګښت روانه ده. د ده په وینا، حکومت د سېلابي اوبو د خطر د کمولو لپاره نور اقدامات هم پیل کړي او په ځینو سیمو کې د اوبو د ویالو او حفاظتي جوړښتونو کار هم روان دی.