سوات: په مټلتان کې غر ته د ختو پر مهال اووه کسان اغېزمن، يو تن لا هم بې دركه

سوات: د ريسکيو ۱۱۲۲ سوات وياند نياز علي خان د جولايي په اتلسمه خبر پانړه کي ويلي، د کالام د مټلتان په سيمه کې د سختو موسمي حالاتو له امله په يوې پېښې کې اووه کسان اغېزمن شوي دي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، درې ټپيان د کالام روغتون ته له لومړنۍ درملنې وروسته د نورو طبي اسانتياوو لپاره د سيدو شريف سنټرل روغتون ته لېږدول شوي دي.

ريسكيو ۱۱۲۲ وايي، د لومړنيو راپورونو له مخې پېښه د غرختنې پر مهال د حفاظتي وسايلو د خرابۍ يا زيانمنېدو له امله رامنځته شوې، خو تر اوسه يې رسمي پخلی نه دی شوی.

د پېښې پر مهال درې نور کسان لږ ژوبل شوي چې روغ رمټ دي، خو يو کس سيد علي شاه، د خوازه خېلې اوسېدونکی، لا هم ورک دی. د هغه ملګرو اندېښنه ښودلې چې ښايي نوموړی مړ شوی وي، خو تر اوسه يې مړی نه دی موندل شوی.

د ريسکيو ۱۱۲۲ سوات وياند زياته کړه، د پېښې د لاملونو او څرنګوالي په اړه چې کله نورې کره او تصديق شوې معلومات ترلاسه شي، رسنيو او ولس ته به پر وخت وړاندې کړل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.