دقومي کرکټ ټيم بيټر عبدالله فضل دزخمي کيدو دلاسه دويسټ انډيز او انګلينډ ټيسټ سيريز نه بهر شوى دى.
دپاکستان او ويسټ انډيز ټيسټ سيريز ټرافۍ مخکتنه په برا ين لارا اکيډيمۍ کې شوې ده، کپتان بابر اعظم او دويسټ انډيز کپتان روسټن چيز دټيسټ سيريز ټرافۍ تصويرونه هم جوړ کړي دي.
دټرافۍ دمخکتنې نه پس دپاکستان لوبغاړو په وارم اپ او فيلډنګ سيشن کې برخه اخستې خو دټيم لپاره بد خبردا دى چې بيټر عبدالله فضل دزخمي کيدو دلاسه دويسټ انډيز او انګلينډ ټيسټ سيريز نه بهر شوى دى.
دتربيتي سيشن په دوران دعبدالله فضل دملا په لاندينۍ برخه کې زخم راغلى، ايم ار ايي او دطبي معاينې نه پس عبدالله فضل ته دري هيب نه دتيريدو هدايت شوى دى.
دپاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ وړومبى ټيسټ ميچ په براين لارا کرکټ اکيډيمۍ کې نن د٢٥مې جولايي نه شروع کيږي.