دامريکې او ايران په يو بل دحملو نهمه ورځ، په شام کې دامريکې اډه او په اردن کې طياره په نښه شوې

ايران يو ځل بيا په شام کښې د امريکايي ځواکونو پر التنف پوځي اډه حمله کړې او بحرين کې د هوايي خطر سايرنونه هم غږول شوي دي. بلخوا د تاوتريخوالي له  امله د نړۍ په بازار کښې د برېنټ تېلو قيمت  دبيرل په سر د٩٠ ډالرو نه اوښتې ده.

 ايران يو ځل بيا د امريکايي پوځ او د هغوي د سيمه ييزو اتحاديانو خلاف   حملې پيل کړي دي. د ايراني پاسداران انقلاب وينا ده چې د شام په التنف سيمه کې يې د امريکايي ځانګړو عملياتو د کمانډ مرکز په نښه کړى دى.

د پاسداران انقلاب په بيان کې ويل شوي، دا  حمله د ايران د جنوبي ښار د  ايراني پوځيانو د وژل کېدو په جواب کې شوې ده.

التنف پوځي اډه د شام، عراق او اردن پولې ته نزدې پرته ده او امريکايي پوځ او اتحاديانو ترې د داعش خلاف عمليات کول.

بلخوا د بحرين د کورنيو چارو وزارت وايي، د اتوار او ګل په شپه د هوايي بريدونو د خطر له وجې سايرنونه وغږول شول او خلکو ته ويل شوي چې خوندي ځايونو ته لاړ شي.

بحرين کښې د امريکې د بحري ځواکونو پنځمه بېړۍ (ففتهـ فليټ) مېشته ده. په وروستيو ورځو کښې ايران په بحرين هم حملې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ تاوتريخوالى نور هم زيات شوى دى.

کويت او بحرين دواړو کې امريکايي پوځي اډې شته. که څه هم د امريکې او ايران ترمنځ د اوربند او تفاهم يادښت اعلان شوى و، خو بيا هم په دغو  ملکونو د  حملو لړۍ نه ده ودرېدلې.

د دې تازه حالاتو له امله د نړۍ د تېلو بازار هم اغېزمن شوى دى. د برېنټ خامو تېلو  قيمت  ددرې فيصده زياته لوړ شوى او د ۹۰ ډالرو في بېرله اوښتى دى. د امريکايي خامو تېلو قيمت هم درې فيصده زيات  شوى دى.

کارپوهان وايي، د دې لوړېدو يو غټ سبب د هرمز تنګي بندېدل دي، ځکه همدا لار د نړۍ د تېلو د لېږلو يوه اهمه لار ګڼل کېږي.

ايران د جګړې  دشروع  کيدو وروسته هر ابنايى مز   تړلى او وايي، دا به په امريکې د فشار  دپاره  استعمالوي. بلخوا امريکې هم د ايران پر بندرونو بيا بنديزونه لګولي دي.

د پاسداران انقلاب دعوه ده چې د جولاي په ۱۹مه يې  ابنايى هرمز کې هغه دوه بېړۍ ودرولي چې د دوي په وينا، له “ناخوندي لارې” تېرېدې. د دوي ترمخه، دوه نورې بېړۍ بېرته ستنې شوې.

امريکايي پوځ ويلي، د خالي په ورځ د ايراني  حملو له  امله اردن کې يې دوه پوځيان وژل شوي وو، چې ورپسې امريکې په ايران کې د   حملو نوې لړۍ شروع کړې ده.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ وايي، دا جګړه د دې لپاره روانه ده چې ايران د اېټمي وسلو له جوړولو منعې شي.

د رپورټونو ترمخه، د دې جګړې  دشروع کيدو نه تراوسه   د وژل شوو امريکايي پوځيانو شمېر ۱۶ ته رسېدلى دى.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.