سحر چې د ډېرو ماشومانو د سکول د تګ وخت وي، د نوښار او مردان ترمينځ په سړکونو يوه پنځلس کلنه جينۍ په خپله رکشه کې په داسې حال کې روانيږي چې دزړه بيماره مور ورسره هم په دې رکشه کې ناسته وي،د دې سفر يواځې د روزګار سفر نه وي، بلکې د يوې لور د مينې، قربانۍ او ذمه وارۍ سفر وي.
ددې جينۍ پلار مړ دى او په کور کې يې بل څوک نشته چې د هغې دناجوړه مور خيال وساتي، همدغه وجه ده چې خپله ناجوړه مور په کور کې يواځې نه پريږدي او مور هم دا درکشې ډرايوره خپله لور بهر يواځې نه پريږدي.
ددې رکشې ډرايورې وينا ده “زما مور د زړه ناروغه ده، زه يې يوازې نه شم پرېښودى. هر چرته چې ځم، هغه هم ځان سره بيايم “
درکشې چلولو په سخته مزدورۍ دا جينۍ وايي ” مور مې راته ډيره خفه کيږي “

دا کم عمره جينۍ د چا نه د خيرات تمه نه لري، بلکې د خپل محنت دلارې دخپل کور نغرى ګرم ساتي. هغه وايي چې په ټولنه کې دبد نظر خاوندان شته نو ښه او خواخوږي خلک پکې هم شته چې دې ته ورسره ډاډ ترلاسه کيږي.
هغه وايي خفه هلته شم چې” زه خو دچانه طمعه نه ساتم، چاته لاس نه نيسم خو بيا راته هم ځينې خلک په بد نظر ګوري اوازونه راپسې کوي چې هله دا څه دي ، دا لا پاتې وه، دا هم رکشه چلوي. “
هغه وايي دسي اين جۍ پمپ کې چې کله سي اين جي اچوي نو هلته ښځې او هلکان اکثره خير غواړي نو نور خلک ددې په ليدو دغو سوالګرو ته وايي چې ” تاسو خو ځوانان يئ ، دا جينۍ ده رکشه چلئ ، تاسو هلکان يئ، مزدوري کوئ “
دهغې د دې سفر په لار کې ازمېښتونه کم نه دي. هغه وايي ځينې کسان پرې طنز کوي، خبرې ورپسې کوي او د هغې د کار په اړه بې ځايه تبصرې کوي.
هغه وايي:”ما ته تکليف هغه وخت رسي چې زه د چا نه سوال نه کوم، په خپل محنت روزي ګټم، خو بيا هم ځينې کسان ما ته په بد نظر ګوري.”
د دې تر څنګ داسې کسان هم شته چې د هغې د همت ستاينه کوي. ټريفيک پوليسو څو ځله ودرولې ده، خو چې کله ورته د دې د ژوند حالات معلوم شي، نو د هغې حوصله لوړوي اوکله يې هم پرچه نه ده ورکړې
دا رکشه هم د دې د ژوند يوه لوى سهولت ګرځيدلى. د دې په وينا رکشه ورله هم چا اخيستې ده، چې ورسره دې ته دروزګار يوه لاره جوړه شوې او ددې لپاره دهاغو ټولو مسافرو شکر ګزاره ده چې ددې په اخستو کې يې ورسره مرسته کړې ده.
هغې د رکشې چلول د خپل پلار د موټرسايکل دلارې زده کړي دي. اوس زياتره ښځينه مسافرې وړي او وايي چې خلک ورسره ښه سلوک کوي. ځينې مسافرې خو د مقررې کرايې نه زياتې پېسې هم ورکوي.
خو د دې اصل قيصه د رکشې نه، بلکې د يوې داسې لور ده چې د عمر نه مخکې پرې د ژوند لوېې ذمه وارۍ راغلې دي.
هغه په خفګان وايي “کاش زما پلار ژوندی وى. اوس د بهر کار هم زما په غاړه دى او د کور ذمه وارۍ هم ادا کووم.”
د کور کارونه، د مور خدمت او بيا د روزګار لپاره سړکونو ته وتل، دا ټول د دې د ورځې برخه ده. د يوې پنځلس کلنې جينۍ لپاره دا ژوند اسان نه دى، خو هغې د حالاتو مخې ته سر نه دى ټيټ کړى او وايي ”حالاتو سره به جنګيږو نو“
هغه وايي چې تر هغې به محنت کوي، څو چې د خپلې مور او کورنۍ د ژوند دپاره يې ضرورت وي.