د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام ګټونکي ته ۵۰ میلیونه ډالر جایزه ورکول کېږي

د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام کې به هغه لوبډله چې اتلولي وګټي، یوازې د سرو زرو جام او مډالونه نه اخلي، بلکې د فیفا له خوا به ورته د ریکارډ په کچه ۵۰ میلیونه ډالر جایزه هم ورکړل شي۔

فیفا د دې نړیوال جام لپاره ټولټال ۸۷۱ میلیونه ډالر جایزې ځانګړې کړې دي. هر څومره چې یوه لوبډله مخکې ځي، هغومره یې مالي جایزه هم زیاتېږي۔

د نړیوال جام هره برخه اخیستونکې لوبډله به هم د جایزو له پیسو خپله برخه ترلاسه کوي. فیفا وایي چې د لوبډلو بریاوې او د سیالۍ تر وروستیو پړاوونو رسېدل به د هغوی د فدراسیونونو لپاره زیاتې مالي ګټې ولري۔

  • د نړیوال جام اتل ټیم ته: ۵۰ میلیونه ډالر
  • دویم مقام ته: ۳۳ میلیونه ډالر
  • درېیم مقام ته: ۲۹ میلیونه ډالر

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.