د فلمي صنعت خپرونې (ورايټي) راپور ورکړي چې د (کال اف ډيوټي) راتلونکى فلم به تر ډېره د «ماډرن وارفيير» په نوم د مشهورې ويډيويي لوبې پر نړۍ ولاړ وي.
د راپور له مخې، د «پاراماونټ پکچرز» سټوډيو د دې پروژې پر جوړولو کار کوي او فلم جوړوونکي ټېلر شېرېډن هم له دې پروژې سره يوځاى شوي دي.
(ماډرن وارفيير) د (کال اف ډيوټي) د لوبو دلړۍ هاغه مشهوره برخه ده چې کيسې يې د عصري جګړو، ځانګړو ځواکونو ، ترهه ګرۍ پر ضد عملياتو او نړيوالو امنيتي ممهماتو نه چورلي
تر اوسه د فلم د بشپړ کاسټ، د فلم جوړولو وروستۍ نېټې او د سينما د رسمي خپرېدو نېټې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، نو د احتمالي نومونو او نېټو په اړه اټکل سم نه دي.
تجزيه کاران( شنوونکي) وايي، د دې فلم جوړېدل ښيي چې هاليووډ لا هم د مشهورو ويډيويي لوبو کيسې سينما ته د راوړلو هڅه کوي، ځکه دا ډول لوبې په ټوله نړۍ کې ميليونونه مينه وال لري.