د آل پاکستان پټرولیم پمپ اونرز ایسوسی اېشن وفاقي حکومت سره د خبرو وروسته ټول هېواد کې سبا په درویشتمه جولایي د هړتال فیصله د دوو اوونیو لپاره ځنډولې ده.
د پټرولیم وزیر علي پرویز ملک رسنیو ته ویلي حکومت به په راتلونکو دوو اوونیو کې د پمپ مالکانو غوښتنې او ددوي ستونزې د ټولو اړخونو سره په مشوره وڅېړي او د حل لپاره به یې کابینې ته وړاندې کړي.
هغه وویل، د تېلو ورځنۍ بیعې به د دوو اوونیو لپاره د ازمایښتي پروګرام په توګه عملي کېږي او وروسته به یې ګټې او زیانونه اوڅیړل شي.
د پمپونو د مالکانو د اتحادیې د اطلاعاتو سکرتر ندیم عزیز خان وویل، د حکومت له لیکلي ډاډ وروسته یې د هړتال پرېکړه ځنډولې ده. نوموړي زیاته کړه، که د ورځنیو بیعو نظام عملي ستونزې جوړې کړې، نو بېرته به د میاشتنیو یا پنځلس ورځنیو بیعو پخواني نظام بحالولو ته کتنه وشي.