دپټرولو اوډيزلو روزګار کونکو دسورلو ګاډي چلونکو او سورلو دحکومت په هغه پريکړه سختې نيوکې کړيدي چې ګني دپټروليم مصنوعاتو نرخونو کې به اوس د روزانه په بنياد بدلون راځي۔
د پټرولیم وفاقي وزیرعلي پرویز ملک د جمعې په ورځ وویل چې د تېلو بیعوته به اوس روزانه کتل کېږي ځکه چې د ایران او امریکا په يو بل د تازه بريدونو وروسته په نړیوالو بازارونو کې بیعې جګې شوې دي۔
دخالي په ورځ د جولایي په اتلسمه نیټه مشال ډيجيټل سره خپلو خبرو کې په خيبر پښتونخوا کي دپټرول پمپونو دمرکزي سازمان يو غړي عبدالماجد وويل چې ددوي مرکزي اتحادې د نرخونو په امروزه بنيادونو بدلولو حکومتي پريکړه رد کړې، او خبرداری یې ورکړو چې که دا پرېکړه بېرته وانه خستل شي، نو دوي به راتلونکې اونۍ د دې پرېکړې پر ضد د کاربندیز په اړه غور وکړي۔
د وویل چې حکومت باید دپريکړو په وخت دوي اعتماد کې واخلي او سلا ورسره اوکړي۔
هغه یادونه وکړه چې په ټول هېواد کې د پټرولو د پمپونو شاوخوا ۱۵۰۰۰ مالکان له جدي اندېښنو سره مخ دي، زیاته یې کړه چې نوې تګلاره به د تیلو پر ټينکرو، ټرانسپورت او د نرخونو پر نظام اغېز اوغورځوي۔
دغه ډول پيښور، مردان او چارسدې ته دسورلو ګاډی چلونکی ګل نواز خان وائي چې وړاندې نه دپټرولو او ډيزلو نرخونه زياتيدو او کله کميدو په وجه دوي کرايه کمه زياته کړې نو سورلۍ ورسره نه مني او جنګ جګړې وي. اوس چې روزانه نن يو نرخ او سبا بل نرخ وي نو دې کرايانو سره به دوي څه کوي، چې نن يو او سبا بل نرخ وي، نو جنګ جګړې به هم اوس روزانه کيږي۔
بلخوا پيښور ليډي ريډنګ روغتون کې کار کونکی محمد جواد وائي
هغه روزانه ډيوتۍ له د سورلو په ګاډي کې ځي نو پټرول چې ګران شي ډرائيور کرايه زياته کړي. خو چې کله حکومت تيل ارزان کړي نو بيا ډرائيوران کرايانې نه راکموي۔
دده په وینا، اوس چې روزانه دا ګرانیږي يا ارزانیږي نو دې کرايانو له هم بايد داسې څه کړنلاره راوباسي کومه چې ډيره ګرانه ښکاري نو بس عوام به وي او دې ډرائيورانو سره به روزانه لاس په ګريوان وي.
ديادونې وړ ده چې دې نه وړانډي به حکومت دوه اونۍ پس دتيلو نرخونوکښې بدلون اعلانوو، ولې بيا دامريکا او ايران جګړې پيلدو سره حکومت د مارچ ۲۰۲۶ له شروع کیدو سره سم د تېلو بیو کې اوونیز بدلونونه اعلانول، خو اوس هم د امريکا او ايران دوباره په يو بل دبريدونو وروسته حکومت پريکړه کړې چې دروازانه په بنياد به دا نرخونه بدلوي۔