په ۱۹۲۲ کال کې د نوښار د زیارت کلي د میا آزاد ګل په کور کې یوه داسې نجلۍ وزېږېده چې وروسته یې د س.ب.ب په نوم د پښتو ادب تاریخ بدل کړ۔ دا نوم د سیدہ بشری بیګم مخف وؤ، چې د خپلې کورنۍ، چاپیریال او د هغه وخت د ټولنیزو محدودیتونو له امله یې خپل اصل نوم پټ ساتلی وؤ۔ سیدہ بشری بیګم د پښتو ادب هغه نامتو شاعره او لیکواله وه چې د غلامۍ په دور کې یې د قلم په ذریعه د پښتنو د ویښولو کار وکړ۔
څیړونکی او د قائد اعظم پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر پروفیسر سید وقار علي شاه د سیدہ بشری بیګم په اړه مشال ډيجيټل ته خپلو خبرو کي وويل، نوموړې د سیدانو له کورنۍ سره تعلق لرو، د هغې وخت کي ښوونځي او د ښځو د تعلیم لپاره وسایل نه وو۔ ولي خوش بختي ئې دا وه چې کورنۍ یې علمي او ادبي وه، د هغې پلار میا آزاد ګل هم یو لیکوال وؤ او د “افغان” په نوم به یې یوه رساله په اردو، پښتو او فارسی ژبو کې له مردان نه خپروله او د خپل فاضل پلار په برکت سیدہ بشری بیګم له ماشومتوب نه د لیک لوست سره آشنا شوه چې وروسته په س.ب.ب نوم یې شهرت وموند، او کله چې په ۱۹۳۰م کال کې د خدایي خدمتګار تحریک پیل شو، نو سیدہ بشری بیګم هم د دې کاروان برخه شوه۔
مردان کي د پښتو اکیډمۍ مشر ډاکټر ظفر بخشالی وايي، د پښتنو د ویښولو، په هغوی کې د سیاسي شعور بیدارولو او د خپلې ژبې او کلتور د اهمیت د پوهې لپاره هغي د خدایي خدمتګار تحریک پلیټ فارم کارولو۔ چې پکې الفت بیګم درد او س.ب.ب شاملې دي، د س.ب.ب په شاعرۍ کې د ځپل شوي قام استازی ښکاري۔ په هغه وخت کې پښتنو سره د اړیکو یوازینۍ لاره “پښتون مجله” وه۔ د هغې ویل شوي نظمونه به اکثر د پښتون مجلې په ټایټل او دننه صفو کې چاپ کېدل۔ د هغې یو مشهور نظم
زمونږ په وینو دي تازه شي وچ بوستان د وطن
یو ځل دي زار په معشوقې شي عاشقان د وطن
چې ترقی د قام ، وطن د ځان زینت وګڼو
خو د غفلت نه دي بیدار شي ځوانان د وطن
لیکوالې او شاعرې کلثوم زیب په خپل کتاب “پښتنې ملغلرې” کې لیکي چې ۱۹۳۰ کال کې د آزادۍ تحریک د س.ب.ب جذبات راوپارول او د غلامۍ د تورې شپې خلاف یې د خپلو شعرونو له لارې په پښتنو کې د آزادۍ جذبه تانده کړه۔ د هغې لومړی مضمون “شریعت” په پښتون مجله کې د خپل مختصر نوم سره چاپ شو۔ وروسته دغه لړۍ دوام وکړ۔ د هغې په افسانو کې “نامراده جهان آرا” ته ډېر شهرت هم ورپه برخه شو۔ تاریخ پوهان وايي چې د س.ب.ب په نظمونو کې د قامي جذبې، رورولۍ، مینې او په خاصه توګه د ښځو په تعلیم او تربیت باندې زور ورکړل شوی دی۔ د هغې د کلام مجموعه په۱۹۵۶ کال کې د “زیری” په نوم چاپ شوه۔
سيده بشرى بيګم (س ب ب) په اره ډاکټر پروفيسرسيد وقار علي شاه زیاتوي، د پښتون ليک لوست څلور دورونه تېر شوي دي خو د خوند خبره دا ده چې په څلورو وانړو دورونو کې زیات لیکل س.ب.ب کړي دي، ورسته ورسره الف جان خټکه هم په څلوروم دور کي شامله شوه۔ نوموړې وايي ، سيده بشري بيګم د ستر پردې سخته پابنده وه، ولی یوازې د اجمل خټک نه چې استاذ او لارښود يي وؤ، ستر يي تري مات وؤ۔
سیدہ بشری بیګم د پښتو ادب په تاریخ کې د ښځینه لیکوالو په برخه کې مهم رول لوبولی دی۔ هغې د ښځو د ستونزو بیان ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او شعرونه یې د ښوونځیو په نصاب کې هم شامل شوي دي۔ د پښتو ژبې دا نامتو شاعره او ادیبه د ۱۶ اګست ۲۰۰۲ کال کې وفات شوه۔
س.ب.ب ثابته کړه چې قلم د تورې نه پیاوړی وي۔ په هغه دور کې چې ښځې د کور له دیوالونو نه بهر نه وتلې، یوې پرده نشینې زنانه د “پښتون مجلې” له لارې د ټول قام شعور ویښ کړو او په دغه لړ کي يي دومره ليکل کړي چي د اوسني دور سره سمون خوري او نن هم ورته انسان ګوته په خله پاتي شي۔