د پاکستان په ښځو کې د سينې سرطان ،يو خاموش طوفان

په پاکستان کې اوس يوه ناروغي د ښځو د ژوند لپاره تر ټولو لويه خطره ګرځېدلې ده او هغه د سينې سرطان دى. پاکستان کي د يوې څيړنيزې اداري  انيسټيټيوټ اف ليونګ اينډ لرننګ د وروستيو څېړنو   تر مخه په دې  ملک کې هر کال تر نزدې ۹۰۰۰ ښځې د سينې د سرطان له امله مري. دا شمېره هر کال زياتيږي او ډاکټران وايي چې تر ټولو لويه وجه يې   په وخت د  تشخيص نه کيدل  او د پوهاوي کمى دى.

د سينې د سرطان يا بريسټ کينسر پلاسټک سرجن ډاکټر امجد علي خان چې د مشال ډيجيټل سره يې خبرې وکړې ،وايي په پاکستان کې د ۴۵ نه تر ۵۰ کلونو عمرونو ښځو کې د سينې د سرطان کيسونه تر ټولو زيات رامخې ته کيږي.

 هغه وايي د دې ناروغۍ يو لوي لامل موروثي دى. که چري په کورنۍ کې د سرطان کوم قسم وړاندي شوى وي نو راتلونکي نسل ته د لګېدو خطره د نورو په نسبت زياته وي. خو دا ضروري نه ده چې هر چا ته چې په کورنۍ کې کينسر وي نو هغه ته به هم شي، خو احتياط بايد وکړي۔

ډاکټر امجد علي خان د ژوند طرز هم يو لوي لامل بولي. نن سبا خلک فاسټ فوډ ډېر خوري، ورزش نه کوي، او د خوب کمي لري.

 هغه وايي د شپې ښه خوب د جسم يو داسې هارمون جوړوي چې د سرطان  مخه نيسي. کله چې مونږ په وخت نه اوده کيږو نو دا دفاعي نظام کمزوري کيږي. د وزن زياتوالى، د سبزيو او ميوو کم استعمال، او د پروسس شوي خوراک زيات خوړل هم د خطرې اسباب  دي.

هغه دا هم وويل چې هغه ښځې چې ماشومانو ته شيده( پۍ) نه ورکوي يا چې ناوخته اولاد پيدا کوي په هغو کې هم خطره يو څه زياته وي. يو ځل چا ته که کينسر وشي او علاج يې هم وشي خود بيا لګېدو چانسونه وي، نو د علاج نه پس هم څارنه  ډېره ضروري دي۔

د علاماتو په اړه ډاکټر وايي ۔ ضروري نه ده چې هره غوټه سرطان وي. خو که په سينه يا زيربغل کې نوې غوټه پيدا شي، د سينې شکل يا سايز بدل شي، د نپل نه اوبه يا وينه راشي، نپل دننه لاړ شي، د سينې په پوستکي کې د نارنجي پوستکي په شان درزونه پيدا شي، يا دوامداره درد وي نو فوراً بايد ډاکټر ته لاړ شي. هغه خلکو ته مشوره ورکوي ، د اړونده(متعلقه)  ډاکټر نه پرته(بغير) بل چا نه علاج کول د رنځ د ښه کېدو چانس کموي۔

ډاکټر امجد علي خان تر ټولو ډېر د سکريننګ او زر تشخيص په خبره ټينګار کوي. هغه وايي چې لومړيو لسو مياشتو کې اکثره داسې سرطان وي چې په لاس نه لګي. يوازې ميموګرام ټيسټ يې ښکاره کولى شي. د هغه په وينا هرې ښځې ته چې عمر يې ۴۰ کاله شي نو د هغې لپاره د هر کال ميموګرام ټيسټ کول لازمي دي. دا يو ۱۵ دقيقو( منټو) ټيسټ دى چې د انسان ۱۵ کاله ژوند غزولى شي. که سرطان په لومړي اسټيج کې ونيول شي نو د ژوندي پاتې کېدو چانس ۹ فيصده وي او که څلورم اسټيج ته ورسيږي نو دا چانس ډېر کم شي. علاج عموماً د سرجري، کيموتراپي او ريډيشن په ذريعه کيږي او دا کار بايد د اړونده اونکالوجسټ او سرجن په مشوره وشي.

د پوهاوي لپاره اوس ځينې خلک په ميدان کې هم کار کوي. ميا عتيق الرحمان د ځينو قامي او نړيوالو ادارو په مرسته د تېر کال راهسې د سينې د سرطان په اړه د پوهاوي پنځه کلن مهم شروع کړى دى. هغه وايي چې حکومتي او لوي هسپتالونه اکثره په ښارونو کې وي خو پاکستان کې ۶۰ فيصده خلک په کليو کې اوسي. نو دوي پريکړه( فيصله) وکړه چې پوهاوى د خلکو دروازو ته يوسي. د هغوي په هره ضلع کې دفتر دى. دوي د مقامي مشرانو، ملکانو او د سکولونو د استاذانو په مرسته په حجرو، سکولونو او د ښځو په غونډو کې سيسشنز کوي. په هر يونين کونسل کې د دريو نه تر څلورو سيسشنز کوي. ورسره ډاکټران او د سرکاري ادارو طبي ټيم وي چې په هماغه وخت کې معاينې هم کوي او ښځو ته عملي زده کړه ورکوي چې په کور کې څنګه ځان معاينه کړي. که په کومه ښځه کې شکمنه نښه ښکاره شي نو د هغې فارم ډکيږي، کاونسلنګ يې کيږي او بيا د علاج لپاره ځانګړي سرطان هسپتال ته ليږل کيږي. ځينې مريضان داسې هم وي چې خپله پخواني  هسټري راوړي نو هغوي ته هم سمدستي مرسته ورکول کيږي.

 ډاکټر امجد علي خان مشال ډيجيټل سره خبرو کي زياته کړه  چې زر تشخيص او زر علاج دا دوه لفظونه د زرګونو ژوندونو ضمانت دي..د سيني سرطان يوه ناروغي ده سزا نه ده. دا د شرم خبره نه ده دا د صحت خبره ده. نږدې ۹۰۰۰ ژوندونه هر کال د دې وجه نه ځي چې مونږ پر وخت خبر نه شو. خو سائنس مونږ ته وسيله راکړې ده نو بايد په غوه توګه وکاورل شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.