د پاکستان وزيراعظم (لومړی وزير) شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره قطر ته تللی دی او د پوځ مشر فيلډ مارشل عاصم منير په دوه ورځنۍ دوره ترکيې ته رسيدلی دی ۔
د پاکستان د دولتي ريډيو د راپور تر مخه ، د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر د دوشنبې په ورځ په دوه ورځني رسمي سفر ترکیې ته ورسید ۔
راپور وايي چې ترکیې ته په رسیدو د عاصم منیر تود هرکلی وشو ۔ د دورې په مهال به هغه د ترکیې له پوځي او سیاسي مشرتابه سره مهمې غونډې کوي ۔
بلخوا وزيراعظم شهباز شريف هم د قطر د پخواني امير شيخ حمد د مرګ نه پس مراسمو کې ګډون د پاره قطر ته تللی دی ۔
شهباز شریف د دوشنبې په ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ولیدل او د هغه د پلار او پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني د مړینې په اړه یې خواخوږي څرګنده کړه ۔
د قطر د مشر د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شیخ تمیم د دوحې په لوسیل ماڼۍ کې د شهباز شريف هرکلی وکړ، چیرې چې هغه د شیخ حمد د مړینې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه ۔
د شهباز شريف مشر ورور او پخوانی وزير اعظم نواز شريف ، چې په پاکستان کې د واکدار ګوند مسلم ليګ نون مشري هم په غاړه لري، هم د هغه سره په سفر کې ملګری دی ۔
نايب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ هم وزير اعظم سره قطر ته تللي دي ۔
د دوحې هوايي ډګر ته د شهباز شریف له رسیدو وروستو د هغه له دفتر څخه خپره شوي اعلاميه کي ويل شوي دي چې د قطر مرستیال لومړي وزیر او د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن بن علي الثاني د پاکستاني پلاوي هرکلی وکړ ۔
د یکشنبې په ورځ، قطر د خپل پخواني امیر د مړینې اعلان وکړ، چې له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۱۳ پورې یې د هیواد مشري کوله ۔ د حکومت د یوې رسمي اعلامیې له مخې، هغه ۷۴ کلن و ۔
شیخ حمد په پراخه کچه د عصري قطر یو له اصلي معمارانو څخه ګڼل کیده، چې د خپلې دورې په جریان کې یې د چټک اقتصادي ودې او بدلون دوره څارلې وه ۔
د پاکستان حکومت د هغه په مړينه يوه ورځنۍ ماتم اعلان کړ ۔