د ژوبل امریکايي پوځیانو په شمېرو کانګرس کې پوښتنې راپورته شوې

د امریکا دفاع وزارت (پینټاګون) وایي، د ایران سره د روانې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۶۲۴ امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي. دا تازه شمېرې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې په وروستیو ورځو کې د پینټاګون د مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه پوښتنې او اختلافونه راپورته شوي وو.

د راپور له مخې، یوازې د جولای له ۷مې، چې لنډمهالی اوربند پای ته ورسېد، وروسته ۲۰۷ نور امریکايي پوځیان هم ژوبل شوي دي. راپور وایي، له همدې امله د ژوبل شویو پوځیانو ټول شمېر اوس ۶۲۴ ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې پینټاګون د جګړې د لومړي پړاو، چې “اپرېشن ایپک فیوري نومېږي، د مرګ ژوبلې شمېرې بدلې کړې وې. وزارت لومړی ویلي وو چې ۱۸ پوځیان وژل شوي او ۴۸۲ ژوبل دي، خو وروسته یې دا شمېرې ۱۴ وژل شوي او ۴۲۰ ټپیان اعلان کړې. د دغو بدلونونو له کبله د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د بشپړو او دقیقو معلوماتو غوښتنه وکړه، او له هغې وروسته پینټاګون تازه شمېرې خپرې کړې.

د پینټاګون ویاند شان پارنیل ویلي، د پوځ د ژوبل کېدو په شمېر کې هر ډول ټپونه شامل وي، که هغه د روزنې پر مهال وي او که د جګړې په میدان کې. د هغه په وینا، یوازې د شمېرو خپرول، پرته له وضاحت، خلکو ته ناسم تصور ورکوي.

پینټاګون دا هم ویلي چې نږدې ۹۶ سلنه ژوبل شوي پوځیان له علاجه وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي، او یوازې لږ شمېر یې لا هم تر درملنې لاندې دي. بل لور ته، د امریکا د کانګرس ځینو غړو پر دې تازه شمېرو نیوکې کړې دي.

د کینټکي جمهوري غوښتونکي استازي ټامس میسي ویلي، پینټاګون داسې ښکاره کوي لکه جګړه په دوو جلا پړاوونو کې شوې وي، حال دا چې حقیقت بل ډول دی. همدارنګه دیموکراټ سناتورانو د امریکا دفاع وزیر ته لیک استولی او ترې یې غوښتي چې د وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو بشپړ، دقیق او روڼ حساب د کانګرس او ولس مخې ته وړاندې کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.