باجوڑ کې وژل شوي پړانګ څرمن د ځنګلي ژوند ادارې ترلاسه کړه اود ضروري قانوني تقاضو پوره کولو ورسته به د پېښور موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.
باجوړ ضلعې کې د جولایي په نولسمه وژل شوي پړانګ (کامن لیپرډ) څرمن د ځنګلي ژوند (وایلډ لایف) ادارې خپل واک کې واخسته.
د ادارې د چارواکو په وینا، د پړانګ څرمن به د خوندي ساتنې تر څنګ وروسته د پېښور موزیم کې د نندارې لپاره کېښودل شي.
د وایلډ لایف چارواکي وایي چې دغه څرمن د قانوني اصولو سره سمه خوندي کېږي، څو د ځنګلي ځناورو د ساتنې، د عامې پوهې او د طبیعي شتمنیو د ارزښت په اړه د خلکو د خبرولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د یادونې وړده پرون په شلمه جولایي د ځنګلي ژوند د خیبر پښتونخوا د محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، چې د باجوړ ضلعې د ماموند تحصیل په سپرې مندوګۍ سرحدي سیمه کې یو پړانګ په ناقانونه ډول د سیمې خلکو وژلی دی. محکمې ددغه پېښې سخت نوټس اخیستی او د زمه وارو کسانو پر ضد یې د قانوني کارروایي کولو اعلان کړی وو. دغې پړانګ د سیمې ګڼ شمېر څاروي داړلي وو، او ورستو بیا د سیمې د اوسېدونکو له خوا ووژل شو