د هرمز تنګي په سر امریکا او ایران په یو بل نور برېدونه کړي

د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام) د جولای په ۱۲مه د اېکس پاڼې له لارې خپل یو خبر کې لیکلي، د ایران پر وړاندې د بریدونو یوه نوې څپه بشپړه کړه، چې په لسګونو هدفونه یې په څو ځایونو کې په درنو وسلو سره په نښه کړل ترڅو د هرمز تنګي له لارې د نړیوالو کشتیو د تیریدو د دوام لپاره د ایران وړتیا کمزورې کړي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ هم د دیارلسمې جولاي په سهار خپل خبر کې د ایران په بندر عباس او د قیشم په ټاپو کې د بریدونو پخلې کړې، خو دا یې نه دي لیکلي، چې ګوندې دغه بریدونوکې مرګ ژوبله هم شوې یا نه؟

دوي د اېکس پاڼې د لارې یو بل خبر کې بیا دا هم لیکلي چې د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي هوايي ځواکونو د خپلو غچ اخیستونکو عملیاتو په دوهم پړاو کې، د چورلکو د ساتنې او ترمیم مهم تاسیسات، د ایلیکټرونیکي جنګي الوتکو اډه، او د بحرین په شیخ عیسی کې د امریکا په اډه کې د امریکا د پوځ د پي-اتم ډرون د قوماندې او کنټرول مرکز ویجاړ کړ.

د امریکا د سینټکام د خبر له مخې، د دویي ځواکونو د لومړي ځل لپاره د امریکا د جنګي الوتکو، سمندري کښتیو، یو طرفه برید کونکي هوایی ډرونونو، او یو طرفه برید کونکي سمندري ډرونونو په کارولو سره د ایران پوځي هوایی دفاع سیسټمونه، د ساحلي رېډار سایټونه، د توغندیو او ډرون وړتیاوې، او کوچنۍ کشتۍ په نښه کړې.

سینټکام د خپل خبر په اخیره کې دا هم لیکلي، د هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یو مهم سمندري دهلیز دی. دویې زیاته کړې چې د امریکا ځواکونه چمتو دي چې د ایران د ځورونې، ګواښونو او خپل سري اعلانونو ته ځواب ووایي، او له دې سره دې په هرمز تنګي د سوداګریزو کشتیو تګ راتګ ته ازادي وي.

اخوا ایران د جولایي په دولسمه ماښام د هرمز تنګي یوه تصویر هم په اېکس پاڼه شریک کړې او ورسره یې د پاسداران انقلاب د اسلامي ځواک لخوا لیکلي، په هرمز تنګي سفر د امریکایي د ناجایزه عملیاتو د وجې ناممکنه دې.

بلخوا د ایران تسنیم خبري ایجنسۍ هم د جولای په دولسمه شپه خپل خبر کې لیکلي، د ایران پوځ په کویت او بحرین کې د امریکا پر اډو د ډرون بریدونو اعلان وکړ

دویي دا هم لیکلي چې هغلته د پوځ د عامه اړیکو دفتر وویل چې څو ساعته وړاندې یې ځواکونو په کویت کې د ځانمرګو ډرونونو په واسطه د پیټریوټ سیسټم، د مهماتو ډیپو او د امریکا د پوځ د رېډار ځای په نښه کړ. د امریکا او ایران د تازه بریدونو وروستو د تېلو قیمتونه هم سیوا شوي. د ټریډنګ اکنامکس په نوم ویبپاڼه، چې د تیلو، ګیس او د نورو معدنياتو د قیمتونو په حواله سره معلومات خپروي، دویي د جولایي په دیارلسمه سهار لیکلي، د دغه بریدونو د وجې د تیلو قیمتونه څلور فیصدي زیات شوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.