د۲۰۲۶م کال د فوټبال نړيوال جام په ګروپي پړاو کې سيالۍ نورې هم تودې شوې دي او يو شمېر لوبډلو د غوره لوبو په مټ د بل پړاو لپاره خپلې هيلې پياوړې کړې دي ۔
د وروستيو لوبو په ترڅ کې هسپانيې سعودي عربستان ته په ۴-۰ ماتې ورکړه او د خپل ګروپ په سر کې پاتې شوه ۔ جاپان هم تيونس ته په ۴-۰ ماتې ورکړه او د ناک آوټ پړاو ته د رسېدو لپاره يې خپل چانسونه پياوړي کړل ۔ جرمني بيا کوټ ډيواير ته په ۲-۱ ماتې ورکړه او د ګروپ اي (E) په سر کې ځای شو ۔
خو په لوبه کې تر ټولو لويه لاسته راوړنه د مصر ده ۔ مصر د محمد صلاح په ځلېدونکې لوبه نيوزيلنډ ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او د خپل تاريخ لومړۍ د نړيوال جام بريا يې ترلاسه کړه ۔ د دې بريا وروسته مصر د ګروپ جي (G) په سر ته ورسيدو ۔
بلخوا، د کيپ ورډ لوبډلې هم تاريخ جوړ کړ ۔ دې افريقايي لوبډلې د يوراګوای پر وړاندې په ۲-۲ مساوي لوبه کې د نړيوال جام په تاريخ کې خپل لومړی ګول وواهه او د فوټبال مينه والو پام يې ځان ته واړاوه ۔