د پاکستان او افغانستان تر منځ د طورخم پوله د ګمرکي چارو استازي (کلیرنګ اېجنټانو) د اتحادیې مشر مجیب شینواري له مرکزي او د خیبر پښتونخوا له صوبایي حکومته او همدارنګه له پوځي چارواکو وغوښتل چې د طورخم پوله دې د د لېږد رالېږد سوداګري (ټرانزټ ) سوداګرۍ لپاره سمدستي پرانیزي، د هغه په وینا دا لاره له تېرو لسو میاشتو راهیسې د ټرانزټ سوداګرۍ پر مخ تړلې ده.
نوموړي د جولای په اتمه په پېښور پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل، د پولې د اوږدمهاله تړل کېدو له امله زرګونه مزدوران بېروزګاره شوي او د ټرانزټ سوداګرۍ سره تړلي سوداګر او کاروباریان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
مجیب شینواري زیاته کړه، د سوداګرۍ د درېدلو له امله ګڼ خلک اړ شوي چې خپلې سیمې پرېږدي او نورو ځایونو ته کډه وکړي. هغه خبرداری ورکړ چې په قبایلي سیمو کې د صنعت نشتوالی او د کار فرصتونو کمښت ځوانان د نشهیي توکو پر لور ورټېل وهي.
هغه د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر په اړه وویل، دوی څو ځله د لیدنې غوښتنه کړې، خو تر اوسه ورته نه وخت ورکړل شوی او نه هم دې مهمې مسئلې ته لازم پام شوی دی.
مجیب شینواري له حکومته وغوښتل چې له افغانستان سره خبرې اترې پیل کړي، څو د طورخم پولې د بندېدو ستونزه ژر تر ژره هواره شي.
هغه وویل، حکومت باید جګړه او سوداګري سره جلا وساتي، ځکه چې د امنیت په نوم د پولې پرلهپسې تړل د سیمې خلکو او سوداګرۍ ته درانه اقتصادي زیانونه اړوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي او سرحدي نښتو له امله د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه د طورخم په ګډون نورې سوداګریزې پولې هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوي چې د دې بندښت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري او ترانزیټ سوداګري سخت زیانمنه شوه.
وروسته، د دواړو لورو ترمنځ له خبرو اترو وروسته، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۲۲مه د طورخم پولې د بیا پرانیستو لپاره چمتووالی بشپړ شو.
له دې وروسته هم په بېلابېلو وختونو، لکه د فبرورۍ په میاشت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د پولې د تړل کېدو پېښې بیا هم رامنځته شوې.