په شمالي وزیرستان کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د نامعلومو وسلوالو په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي ۔
د ځايي او امنيتي سرچينو په وينا ، د شمالي وزیرستان په بيلا بيلو سيمو کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په جلا جلا پېښو کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو پنځه کسان وژل شوي دي، چې له امله یې په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي ۔
د ځايي پوليسو او سيمې اوسېدونکيو په وینا، لومړۍ پېښه د میرعلي په سیمه کې د جولايي په ۷مه رامنځته شوه کله چې وسله والو قادر وزیر په هدفي برید کې ووژلو۔ دویمه پېښه د میرانشاه په باي پاس سړک د جولايي په ۸مه شوې، چې د نعمت الله په نوم یو چوکیدار پکې وژل شوی دی ۔
سرچینې وايي چې درېیمه پېښه د میرانشاه د چشمه پله ته نږدې شوې، چې پکې مالیار وژل شوی دی ۔ د ځايي خلکو په وينا ماليار د ښو (ګډ) طالبانو کمانډر و چې د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو ۔
په داسې حال کې چې څلورمه پېښه د مبارک شاهۍ په سیمه کې رامنځته شوې او محب نومي ځايي ځوان پکې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی ۔
د پنځمې پېښې راپور د بنو بکاخیل له سیمې ورکړل شوی، چېرې چې یو ځوان د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی ۔
تر دې دمه د دغو ټولو بریدونو مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی،
شمالي وزیرستان له تېرو څو کلونو راهیسې د ناامنۍ، هدفي وژنو او وسلوالو بریدونو د پېښو سره مخ دی ۔ که څه هم امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د وسلوالو پر ضد عملیات ترسره کوي، خو بیا هم په ځینو سیمو کې د نامعلومو وسلوالو له لوري هدفي بریدونه او د ملکي وګړو وژنې دوام لري، چې د سیمې د اوسېدونکو ترمينځ یې د امنیت په اړه اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي ۔