د سوات پولیسو ویاند ناصر اقبال کريمي وایي، نن سهار دسوات په تحصيل کبل کوزه باندئي کې په کورنۍ شخړه ډزې کونکې کس سره د وسلي نيول شوې، په دغه کس تور دې چې ده خپله ښځه، واده شوې لور او زوم په ډزو وژلې. پوليس وايي چي دمقامي خلقو په اطلاع پوليسو کاروایې کړې.
د ویاند په خبره چې کانجو پولیس سټېشن په حدودو کې د سیګرام کوزه بانډۍ په سیمه کې د دغه پېښې وروسته پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې.
ویاند زیاته کړې چې په دې لړ کي د کانجو ایس ایچ او حبیب سید او پولیسو ډلې عملیات ترسره کړل او د پېښې تورن باچا زاده یې ونیوه.
د لومړنیو پلټنو له مخې، تورن د کورني شخړې له امله خپله مېرمن، لور او زوم افتخار په ډزو وژلي دي. د پولیسو په وینا، نورې پلټنې روانې دي