د زیارت د کڅ پېښې پر ضد پرلت دوام لري، سیاسي ګوندونو احتجاجونه اعلان کړي

د زیارت د کڅ سیمه کې د وژل شوو پولبسو سرتېرو د وژنې پر ضد د کوټې کویله پاټګ باندې ناست احتجاجې پرلت په ملاتړ سیاسي ګوندونو احتجاجونه او کاربندیز اعلان کړی.

 د جولای پر ۱۴ مه مازیګر د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانان پرلت ته ورغلي او هلته یې خپلې ویناوي کړې.

 په دغه پرلت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ او د قامي اسمبلۍ د ممخالفو ډلو مشر محمود خان اڅکزی،  د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکری،  د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د نورو سیاسي ګوندونو صوبایي مشرانو ګډون درلود او پرلت ته یې خپلې ویناوي وکړې.

محمود خان اڅکزي پرلت ته د خپلې وینا مهال پرلتوالو او سیاسي ګوندونو باندې غږ وکړ چې د پښتنو د ستونزو هوارولو لپاره دې په کوټه کې جرګه راوبلل شي،  خو د جرګې نېټه او وخت نه دی ښول شوی او نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان مېشت قامونو ته دې د هغوی په سیمو کې د هغوی پر شتمنیو اختیار او په هغوی کې برخه ورکول شي.

 خوشحال خان کاکړ د خپلې وینا مهال پر پښتنو د یو مټې کولو غږ وکړی چې پښتانه باید د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره یو شي.

 د پرلتوالو د کمېټۍ او د حکومتي چارواکو تر منځ په وار وار خبرې اترې شوي خو څه پایله یې نه ده ورکړې.

 د جولای ۱۴ مه او ۱۵ م منځنۍ شپه کې یوار بیا د پرلت کمېټۍ او حکومتي چارواکو تر منځ خبرې اترې شوي چې حکومتي چارواکو کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو،  د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ،  سناتور (سنېټر) منظور کاکړ او نورو غړو ګډون درلود.

 د حکومتې چارواکو سره د خبرو اترو ورسته د جولای ۱۵ مه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې د حکومتې چارواکو سره خبرې اترې ( مزاکرات) پایلې نیمګړې پاته شوې.

 هغه وویل چې پرلت به د خپلو غوښتونو منلو پورې روان وي.

 اصغر خان اڅکزي وویل چې د جولای ۱۵ مه به د بلوچستان په ۶ ضلعو لکه چمن، هرنایي،  ږوب، تربت  ګوادر او پنجګور کې د سیاسي ګوندونو او ولسي وګړو لخوا د پرلت په ملاتړ احتجاجې مظاهرې کیږي او پر ۱۶ م جولای به په پرلت کې ښځې او ماشومان برخه اخلي او د جولای پر ۱۷ مه به د پرلت په ملاتړ په ټول بلوچستان کې کاربندیز وي.

 د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې مشر رحیم کاکړ د پرلت پر دریځ ناست د دې کاربندیز ملاتړ وکړل چې د جولای ۱۷ مه به په ټول بلوچستان کې هر ډول دوکانونه، مارکېټونه او کاروباري مرکزونه تړلي وي

تر دې وړاندې د جولای ۱۲ مه سیاسي ګوندونو د زیارت کڅ سیمه د پېښې پر ضد په کوټه کې ناست پرلت په ملاتړ د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو ضلعو کې احتجاجونه کړی و.

 د جولای په ۱۳مه د کوټې د وکیلانو اتحادیو ( پاکستان بار کونسل او بلوچستان بار کونسل)  په کوټه د پرلت په ملاتړ احتجاج کړی و.

 دې پرلت د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل ګوند ( مېنګل ) ډلې مشر اخترجان مېنګل هم د پرلتوالو سره د خواخوږۍ کولو لپاره ورغلی و.

یاده دي وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.

د تښتول شوو پولیسو سرتېرو په ګډون ۲۱ مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کیښودل او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري.

پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو او دپېښي د یو ازاد قضایی کمېسیون( جوډیشل کمیشن)جوړولو غوښتنه کوي.

جولای پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې  بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و.

 ددې دواړو بریدونو ذمواري د پاکستان حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه چې د پاکستان حکومت ورته ( فتنه الخوراج) نوم کاروي.

د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.

 د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو  تېرو ورځو کې ویلي و  چې حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه، حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهېسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي  د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.

د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.

سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.

د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.

حکومتي سرچینې وایي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښې ورسته یې د شعبان سمې په ګډون په بلوچستان کې تر ۱۰۰ زیات وسلوال وژلې دي.

 حکومت ویلي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات دوام ولري تر څو ورستی وسلوال هم له منځه تللی نه وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.